Read اول پادشاهان Chapter 10 Online
Read اول پادشاهان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پادشاهان 10
فصل 10
1. کله چې د سبا ملکې د سلیمان د شهرت په باره کې واورېدل (هغه شهرت چې څښتن سلیمان ته ورکړی ؤ)، نو هغه راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي.
2. هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار وو اورشلیم ته راورسېدله. هغه سلیمان ته راغله او د هغو ټولو شیانو په هکله چې د هغې په ذهن کې وو، د هغه سره یې خبرې وکړې.
3. سلیمان د هغې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړ، داسې یوه پوښتنه نه وه چې هغه یې ځواب کړې نه وي.
4. کله چې د سبا ملکې د سلیمان حکمت او هغه ماڼۍ چې هغه جوړه کړې وه،
5. هغه خواړه چې په مېز باندې وو، د هغه د درباریانو د کښېناستو ترتیب، د خدمتګارانو ښه تنظیم او د هغوی کالي، د هغه ساقیان او هغه سوزېدونکې نذرانې چې هغه د څښتن په کور کې وړاندې کولې ولیدلې، ډېره حیرانه شوه.
6. هغې پادشاه ته وویل: <هغه څه چې ما په خپل هېواد کې ستاسو او ستاسو د کارونو او حکمت په باره کې اورېدلي وو هغه رښتیا دي!
7. مګر ما تر هغې پورې په دې باندې باور نه کاوه ترڅو چې راغلمه او دا هرڅه مې په خپلو سترګو ولیدل. خو حتیٰ ما د دې په نیمایي هم نه وو اورېدلي، ستا حکمت او شتمني د هغې څخه هم ډېره زیاته ده، څه چې ما اورېدلي وو.
8. ستاسو سړي به څومره خوشاله وي! او ستاسو درباریان به څومره خوښ وي چې تل ستاسو په حضور کې ولاړ وي او ستاسو حکمت ویني!
9. ستاسو د څښتن خدای ثناه دې وي چې له تاسو څخه زیات خوشاله دی او تاسو یې د اسراییلو په تخت باندې کښېنولي یاست. د اسراییلو سره د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر یې تاسو پادشاه کړي یاست چې عدالت او نېکي ټینګه کړئ.>
10. هغې پادشاه ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر، زیاته اندازه عطر او قیمتي تیږې ورکړې. څومره زیات عطر چې د سبا ملکې سلیمان پادشاه ته ورکړل دومره به بیا هیڅکله رانه وړل شي.
11. (د حیرام کشتیو د اوفیر څخه پرته له سرو زرو ډېر زیات د صندل لرګي او قیمتي تیږې هم راوړلې.
12. پادشاه د دې لرګیو څخه د څښتن د کور او شاهي ماڼۍ دپاره زینې او د ساز غږوونکو دپاره رڅپرکیونه جوړ کړل. د هغې ورځې څخه تر اوسه پورې دومره زیات د صندل لرګي هیڅکله نه وو راوړل شوي او نه هم لیدل شوي وو.)
13. سلیمان پادشاه د سبا ملکې ته برسېره په هغو شیانو چې هغې غوښتي وو، د خپل شاهانه سخاوت له مخې نور سوغاتونه هم ورکړل. وروسته بیا ملکه د خپلو خدمتګارانو سره خپل هېواد یعنې سبا ته ستنه شوه.
14. سلیمان پادشاه هر کال نژدې درویشت ټنه سره زر لاس ته راوړل.
15. په دې کې هغه مالیات چې د سوداګرو له خوا ورکول کېدل، د تجارت ګټې او هغه باج چې د عربو د پادشاهانو او هغه مالیات چې د اسراییلو د حکمرانانو له خوا ورکول کېده شامل نه وو.
16. سلیمان پادشاه د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه سوه دانې لوی سپرونه جوړ کړل، په هر سپر کې نژدې اووه کیلوګرامه سره زر استعمال شوي وو.
17. همدارنګه هغه د ټکول شویو سرو زرو څخه درې سوه دانې کوچني سپرونه جوړ کړل، چې په هر سپر کې نژدې دوه کیلوګرامه سره زر وو. پادشاه هغه په هغه سالون کې کېښودل چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده.
18. پادشاه د فیل د غاښونو څخه یو لوی تخت هم جوړ کړ او هغه ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ.
19. تخت ته د ورختلو دپاره شپږ زینې وې او د تخت سر د شا له خوا ګرد ؤ. د تخت دواړو خواو ته بازوګان وو او د هر یو په خوا کې د زمري مجسمه وه.
20. په شپږو زینو باندې د دولسو زمریانو مجسمې وې، د هرې زینې په اړخونو باندې یوه، یوه مجسمه وه. په بلې هیڅ پادشاهۍ کې داسې تخت نه ؤ جوړ شوی.
21. د سلیمان هغه جامونه چې د څښلو دپاره وو ټول د سرو زرو څخه جوړ شوي وو. د سلیمان د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل په نامه یادېده، ټول سامان یې د سوچه سرو زرو څخه وو. سپین زر هیڅ استعمال شوي نه وو، ځکه چې د سلیمان په وخت کې سپین زر بې ارزښته ګڼل کېدل.
22. هغه بحري کشتۍ ګانې درلودلې چې د حیرام د کشتۍ ګانو سره یې سفر کاوه. د هغه کشتۍ ګانې به په هرو دریو کالو کې یوځل راستنېدلې او سره زر، سپین زر، د فیل غاښونه، بیزوګانې او د طاووس مرغان به یې راوړل.
23. سلیمان پادشاه د نړۍ د نورو ټولو پادشاهانو څخه ډېر شتمن او د حکمت خاوند ؤ
24. او ټولې نړۍ غوښتل چې راشي او هغه حکمت وګوري چې خدای سلیمان ته ورکړی ؤ.
25. کال په کال به چې هرڅوک راتلل، نو د ځان سره به یې دا سوغاتونه، یعنې د سپینو او سرو زرو سامانونه، چپنې، وسلې، عطر، اسونه او قچرې راوړلې.
26. سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه تشکیل شوې وې راغونډې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ښارونو کې ساتلې.
27. د هغه د پادشاهۍ په وخت کې سپین زر په اورشلیم کې د تیږو په شان یو معمولي شی ؤ او د صبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د اینځرو د ونو په شان پرېمانه وو.
28. د سلیمان اسونه یې د مصر او ترکیې څخه واردول، شاهي سوداګرانو به هغه د ترکیې څخه اخیستل.
29. هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو باندې اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او ارامیانو پر پادشاهانو هم خرڅول.
About اول پادشاهان Chapter 10
Read اول پادشاهان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پادشاهان
Chapter: 10
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پادشاهان Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پادشاهان Chapter 10?
اول پادشاهان Chapter 10 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول پادشاهان
- اول پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 18
- اول پادشاهان Chapter 19
- اول پادشاهان Chapter 7
- اول پادشاهان Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 14
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 23
- اول تواریخ Chapter 21
- خروج Chapter 30
- قاضیان Chapter 4
- شمېر Chapter 2
- اشعیا Chapter 13
- لاویان Chapter 16