اول پادشاهان Chapter 4

For English

Read اول پادشاهان Chapter 4 Online

Read اول پادشاهان Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پادشاهان 4

فصل 4

1. نو سلیمان پادشاه په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله.

2. او دا د هغه لوړ رتبه ماموران وو:عزریا د صادوق زوی – کاهن.

3. الیحورف او اخیا د شیشه زامن – د هغه منشیان،یهوشافاط د اخیلود زوی – د اطلاعاتو منشي.

4. بنایاه د یهویاداع زوی – د لښکرو قوماندان،صادوق او ابیاتار – کاهنان.

5. عزریا د ناتان زوی – د سیمه ایزو حکمرانانو مشر،زابود د ناتان زوی – کاهن او د پادشاه شخصي مشاور.

6. اخیشار – د پادشاه د ماڼۍ مشر،ادونیرام د عبدا زوی – د بېګارۍ کارونو مشر.

7. سلیمان د ټولو اسراییلو دپاره دولس سیمه ایز حکمرانان ټاکلي وو. هغوی به د پادشاه او د هغه د کورنۍ دپاره د خپلو سیمو څخه خوراک تیاراوه او د دې دپاره به هر حکمران په کال کې د یوې میاشتې دپاره مسئول ؤ.

8. د هغو حکمرانانو او سیمو نومونه چې هغوی یې مشران وو، په لاندې ډول دي:بن حور، د افرایم په غرنۍ سیمه کې.

9. بن دقر، په ماقص، شعلبیم، بیت شمس او ایلون بیت حانان کې.

10. بن حسد، په اروبوت، سوکوه او د حافر په ټوله سیمه کې.

11. بن ابیناداب، چې د سلیمان د لور تافت سره یې واده کړی ؤ، د دور په ټوله سیمه کې.

12. بعنه د اخیلود زوی، په تعنک، مجدو او بیت شان ته نژدې ټولو سیمو کې چې د یزرعیل لاندې زرتان ته نژدې دي، د بیت شان څخه تر آبل محوله او د یقمعام بلې خوا پورې.

13. بن جابر، د جلعاد په راموت او د جلعاد په کلیو کې چې د منسي د اولادې یائیر په خېل پورې اړه لرله او د باشان د ارجوب په سیمه کې، یعنې په شپېتو لویو قوي دېوال لرونکو ښارګوټو کې چې برنجي سیخ لرونکې دروازې یې درلودلې.

14. اخیناداب د عیدو زوی، د محنایم په سیمه کې.

15. اخیمعص، چې د سلیمان د لور باسمت سره یې واده کړی ؤ، د نفتالي په سیمه کې.

16. بعنه د حوشای زوی، د اشیر په سیمه او د بعلوت په ښار کې.

17. یهوشافاط د فاروح زوی، د یساکار په سیمه کې.

18. د ایلا زوی شمعي، د بنیامین په سیمه کې.

19. جابر د اوري زوی، په جلعاد کې – دا د اموریانو د پادشاه سیحون او د باشان د پادشاه عوج هېواد ؤ. د دولسو حکمرانانو برسېره، په ټوله خاوره باندې یو لوی حکمران هم ؤ.

20. د یهودا او اسراییلو خلک د دریاب د غاړې د شګو په شان ډېر وو، هغوی خوړل، څښل او خوشاله وو.

21. سلیمان په ټولو پادشاهیو باندې د فرات د سیند څخه نیولې د فلسطینیانو تر هېواده او د مصر تر سرحده پورې پادشاهي کوله. هغوی به باج ورکاوه او د سلیمان د ژوند تر پایه د هغه تابع وو.

22. د سلیمان د دربار ورځنۍ خوراکه درې زره کیلوګرامه ښه اوړه او شپږ زره کیلوګرامه زیږه اوړه وو.

23. همدارنګه لس چاغ غوایان، شل د څړځای غوایان، سل پسونه او وزې، پرته له دې هوسۍ، غرڅې او چاغ مرغان هم وو.

24. سلیمان د فرات د سیند د لوېدیځ په ټوله خاوره باندې د تفسح څخه چې د فرات په څنګ کې ؤ نیولې د غزې تر ښاره پورې چې په لوېدیځ کې ؤ، پادشاهي کوله. د فرات د لوېدیځ ټول پادشاهان د هغه تابع وو او د ټولو ګاونډي هېوادونو سره یې روغه جوړه وه.

25. د سلیمان په ټول ژوند کې په شمال کې د دان څخه نیولې په جنوب کې تر بئرشبع پورې د یهودا او اسراییلو کورنۍ د خپلو تاکونو او اینځرو د ونو د سیوري لاندې په امن کې کښېناستلې.

26. سلیمان د خپلو جنګي ګاډیو د اسونو دپاره څلوېښت زره غوجلې او دولس زره سپاره عسکر درلودل.

27. د هغه د دولسو سیمو حکمرانانو هر یو په خپله ټاکلې شوې میاشت کې د سلیمان پادشاه او هر هغه چا دپاره چې په ماڼۍ کې یې ډوډۍ خوړله خوراک تیاراوه. هغوی به همېشه د ضرورت شیان پوره کول.

28. همدارنګه هغوی به د جنګي ګاډیو د اسونو او نورو اسونو دپاره هم د اوربشو او بوسو خپله برخه د ضرورت ځای ته راوړله.

29. سلیمان ته خدای لوی حکمت، ځیرکتیا او بې اندازې زیاته پوهه ورکړې وه.

30. د سلیمان حکمت د ختیځ د پوهانو او د مصر د پوهانو د حکمت څخه هم زیات ؤ.

31. هغه د ټولو خلکو څخه ډېر زیات پوه ؤ. هغه د ازراحي ایتان او د ماحول د زامنو یعنې حیمان، کلکول او دردع څخه هم ډېر پوه ؤ او د هغه شهرت په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې خپور شو.

32. هغه درې زره متلونه ویلي دي او د سندرو شمېر یې یو زر او پنځو ته رسېده.

33. هغه د ونو او بوټو په باره کې، د لبنان د صبر د ونو څخه نیولې د هغه وېلني پورې چې په دېوالونو باندې شنه کیږي خبرې کړې دي. هغه د څارویو، مرغانو، خزندو او ماهیانو په باره کې خبرې کړې دي.

34. د ټولې نړۍ پادشاهانو د هغه د حکمت په هکله واورېدل او استازي یې ورولېږل چې د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.

About اول پادشاهان Chapter 4

Read اول پادشاهان Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 4?

اول پادشاهان Chapter 4 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. اول پادشاهان Chapter 14
  6. اول پادشاهان Chapter 7
  7. اول پادشاهان Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 69
  2. حزقیال Chapter 32
  3. دوهم سموئیل Chapter 5
  4. شمېر Chapter 30
  5. دوهم تواریخ Chapter 29
  6. زبور Chapter 68
  7. ایوب Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. دانیال Chapter 1
  2. ایوب Chapter 14
  3. زبور Chapter 82
  4. ایوب Chapter 10
  5. دوهم پادشاهان Chapter 22
  6. متلونه Chapter 31
  7. خروج Chapter 16
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *