اول پادشاهان Chapter 17

For English

Read اول پادشاهان Chapter 17 Online

Read اول پادشاهان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پادشاهان 17

فصل 17

1. یو نبي چې ایلیا نومېده او د جلعاد د تشبي څخه ؤ، اخاب پادشاه ته وویل: <د اسراییلو د ژوندي څښتن خدای په نامه چې زه یې خدمت کوم قسم خورم چې تر هغې پورې چې زه یې ونه وایم په راتلونکي څو کلونو کې به نه پرخه او نه به باران وي.>

2. بیا څښتن ایلیا ته وویل:

3. <دا ځای پرېږده، ختیځ خواته لاړ شه او خپل ځان د اردن د سیند په ختیځ د کریت د خوړ په غاړه کې پټ کړه.

4. د خوړ څخه به اوبه څښې او کارغانو ته مې امر کړی دی چې هلته به ډوډۍ درته راوړي.>

5. ایلیا د څښتن حکم قبول کړ، لاړ او د اردن په ختیځ کې د کریت د خوړ په غاړه کې اوسېده.

6. هغه به د خوړ اوبه څښلې او کارغانو به ورته هر سهار او هر ماښام ډوډۍ او غوښه راوړله.

7. څه موده وروسته خوړ وچ شو، ځکه چې په هېواد کې باران نه ؤ.

8. هغه وخت څښتن ایلیا ته وویل:

9. <اوس د زرفت ښارګوټي ته چې صیدون ته نژدې دی لاړ شه او هلته پاتې شه. ما یوې کونډې ښځې ته چې هلته اوسیږي امر کړی دی چې خواړه درکړي.>

10. نو ایلیا زرفت ته لاړ او څنګه چې هغه د ښارګوټي دروازې ته ورسېد، یوه کونډه ښځه یې ولیدله چې د سوزولو لرګي یې راټولول. هغې ته یې غږ وکړ او ورته ویې ویل: <آیا ماته به په جام کې لږې اوبه راوړې چې ویې څښم؟>

11. څنګه چې هغه روانه شوه چې اوبه راوړي ایلیا ورباندې غږ وکړ: <مهرباني وکړه لږه ډوډۍ هم راته راوړه.>

12. هغې ځواب ورکړ: <زه ستا د ژوندي څښتن خدای په نامه قسم خورم چې ما سره هیڅ ډوډۍ نشته. ما سره په منګي کې یوازې یو موټی اوړه او په کوزړۍ کې لږ د زیتونو تېل پاتې دي. دلته راغلې یم چې د سوزولو دپاره یو څه لرګي راټول کړم، کور ته یې یوسم او د خپل ځان او د خپل زوی دپاره خواړه تیار کړم. دا به زمونږ آخرني خواړه وي او بیا به له لوږې مړه شو.>

13. ایلیا هغې ته وویل: <مه وېرېږه، کور ته لاړه شه او خپله ډوډۍ تیاره کړه. مګر اول هغه څه چې درسره شته د هغې څخه یوه کوچنۍ ډوډۍ پخه کړه، ماته یې راوړه او وروسته بیا د خپل ځان او خپل زوی دپاره یو څه تیار کړه.

14. ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: تر هغې ورځې پورې چې زه څښتن باران ونه وروم، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل به دې خلاص نه شي.>

15. کونډه ښځه لاړه او څنګه چې ایلیا ورته ویلي وو هماغسې یې وکړل او هغوی درې واړو د ډېرو ورځو دپاره پوره خواړه درلودل.

16. لکه څنګه چې څښتن د ایلیا نبي په وسیله وعده کړې وه، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل خلاص نه شول.

17. څه موده وروسته د کور د خاوندې، یعنې د کونډې زوی ناروغ شو. د هغه حال د بدو څخه بدتر شو او آخر هغه مړ شو.

18. هغې ایلیا ته وویل: <ای د خدای نبي، ولې دې زما سره داسې وکړل؟ آیا د دې دپاره دلته راغلی یې چې زما ګناهونه خدای ته ور په یاد کړې او زما د زوی د مړینې سبب وګرځې؟>

19. ایلیا ځواب ورکړ: <زوی دې ماته راکړه.> ایلیا هغه د مور د غېږې څخه واخیست، هغه یې هغې بالا خانې ته یووړ چې هغه په کې اوسېده او په خپله بستره باندې یې څملاوه.

20. وروسته بیا هغه څښتن ته فریاد وکړ: <ای زما څښتن خدایه، ولې دې په دې کونډې باندې چې زه ورسره اوسېږم دا غم راوست او د هغې زوی دې وواژه؟>

21. بیا ایلیا درې ځلې په هغه هلک باندې ځان وروغزاوه او زارۍ یې وکړه: <ای زما څښتن خدایه، دا هلک بېرته راژوندی کړه!>

22. څښتن د ایلیا دعا او زارۍ قبوله کړه، په هلک کې ساه راپیدا شوه او هغه بېرته راژوندی شو.

23. ایلیا هغه ماشوم راپورته کړ او لاندې یې راکوز کړ. هغه یې خپلې مور ته ورکړ او ویې ویل: <وګوره، ستا زوی ژوندی دی!>

24. هغې په ځواب کې وویل: <اوس زه پوه شوم چې ته د خدای نبي یې او څښتن په رښتیا سره ستا په وسیله خبرې کوي.>

About اول پادشاهان Chapter 17

Read اول پادشاهان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 17?

اول پادشاهان Chapter 17 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. اول پادشاهان Chapter 7
  6. اول پادشاهان Chapter 14
  7. اول پادشاهان Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. لاویان Chapter 5
  3. زبور Chapter 71
  4. دوهم پادشاهان Chapter 15
  5. اول سموئیل Chapter 10
  6. استر Chapter 8
  7. تثنیه Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 18
  2. غزل غزلونه Chapter 4
  3. یشوع Chapter 14
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  5. ایوب Chapter 14
  6. پیدایښت Chapter 5
  7. فلیپیانو ته Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *