اول پادشاهان Chapter 5

For English

Read اول پادشاهان Chapter 5 Online

Read اول پادشاهان Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پادشاهان 5

فصل 5

1. د صور پادشاه حیرام تل د داود ملګری ؤ او کله چې هغه واورېدل چې سلیمان د خپل پلار داود په ځای پادشاه شوی دی، هغه ته یې خپل استازي واستول.

2. سلیمان بېرته حیرام ته دغه پیغام ورواستاوه:

3. <تاسو پوهېږئ چې زما پلار داود د هغو جګړو له کبله چې د هغه شاوخوا دښمنو هېوادونو په مقابل کې یې درلودلې، ونه شو کولای چې د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره کور جوړ کړي، ترڅو چې څښتن د هغه دښمنان د هغه تر پښو لاندې کړل.

4. مګر اوس زما څښتن خدای ماته زما په ټولو سرحدونو کې ارامي راکړې ده. زه هیڅ دښمن نه لرم او د حملې هیڅ خطر نشته.

5. لکه څنګه چې څښتن زما د پلار داود سره وعده کړې وه او ویلي یې وو: ستا زوی چې زه به یې ستا په ځای په تخت باندې کښېنوم هغه به زما دپاره کور جوړ کړي. نو له دې کبله ما نیت کړی دی چې د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره کور جوړ کړم.>

6. سلیمان زیاته کړه: <نو تاسو حکم ورکړئ چې زما دپاره د لبنان څخه د صبر د ونو لرګي پرې کړی شي. زما سړي به ستاسو د سړیو سره کار کوي او هرڅومره اجوره چې تاسو ورته ټاکئ ستاسو نفرو ته به یې ورکړم. تاسو پوهېږئ چې مونږ داسې څوک نه لرو چې تاسو صیدونیانو په شان د ونو په پرې کولو کې ماهر وي.>

7. کله چې حیرام د سلیمان پیغام واورېد، هغه ډېر خوشاله شو او ویې ویل: <څښتن ته دې ثناه وي ځکه چې داود ته یې پوه زوی ورکړی دی چې په دې لوی قوم باندې پادشاهي وکړي.>

8. نو حیرام سلیمان ته دا پیغام واستاوه: <هغه پیغام چې ماته مو رالېږلی ؤ ما تر لاسه کړ، زه به ستاسو غوښتنه پوره کړم. زه به تاسو ته د صبر او ناجو د ونو لرګي تیار کړم.

9. زما نفر به هغه لرګي د لبنان څخه بحیرې ته راښکته کړي، هغه به د تختې په شان د یو بل سره وتړي او د بحیرې په غاړه به یې هغه ځای ته چې تاسو یې ټاکئ درلاهو کړي. هلته به زما نفر هغه راخلاص کړي. تاسو کولای شئ چې هغه یوسئ. او تاسو به زما دا غوښتنه ومنئ چې زما د شاهي ماڼۍ خلکو ته خوراک تیار کړئ.>

10. نو حیرام سلیمان ته د صبر او ناجو د ونو هغه ټول لرګي چې هغه غوښتي وو، ور ورسول.

11. او سلیمان حیرام ته د هغه د شاهي ماڼۍ د خلکو د خوراک دپاره دوه زره ټنه غنم او څلور لکه لیتره د زیتونو سوچه تېل ورکړل. سلیمان به دغه کار هر کال کاوه.

12. نو لکه څنګه چې څښتن وعده کړې وه هغه سلیمان ته حکمت ورکړ. او د سلیمان او حیرام ترمنځ سوله ایزې اړیکې وې او د هغو د ټینګښت دپاره یې یو تړون لاسلیک کړ.

13. سلیمان پادشاه د ټولو اسراییلو څخه دېرش زره نفر د بېګار دپاره راجلب کړل.

14. د هغوی څخه به یې لس زره تنه په وار سره میاشت په میاشت لبنان ته لېږل، نو هغوی به یوه میاشت په لبنان کې تېروله او دوه میاشتې به په خپل کور کې وو. ادونیرام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ.

15. همدارنګه سلیمان په غرنۍ سیمه کې اتیا زره د تیږو پرېکوونکي او اویا زره تنه د تیږو د وړلو دپاره درلودل.

16. همدارنګه هغه درې زره او درې سوه تنه د کارګرانو مشران درلودل چې د پروژې څارنه به یې کوله او کارګرانو ته به یې لارښودنه کوله.

17. هغوی د سلیمان پادشاه په حکم د تیږو د کان څخه د ډېرو ښو تیږو تختې راایستلې چې د خدای د کور دپاره د توږل شویو تیږو څخه تهداب تیار کړي.

18. د سلیمان او حیرام کارګرانو او د جبل سړیو تیږې او لرګي تیار کړل چې د خدای کور جوړ شي.

About اول پادشاهان Chapter 5

Read اول پادشاهان Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 5?

اول پادشاهان Chapter 5 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 21
  2. اول پادشاهان Chapter 18
  3. اول پادشاهان Chapter 19
  4. اول پادشاهان Chapter 7
  5. اول پادشاهان Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 14
  7. اول پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 21
  2. متلونه Chapter 18
  3. حزقیال Chapter 47
  4. زکریا Chapter 8
  5. زبور Chapter 17
  6. هوشع Chapter 2
  7. خروج Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 34
  2. اعمال رسولان Chapter 13
  3. میکاه Chapter 7
  4. هوشع Chapter 7
  5. دوهم تواریخ Chapter 3
  6. زبور Chapter 27
  7. استر Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *