دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3

For English

Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 Online

Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تسالونیکیانو ته 3

فصل 3

1. نو ای خویندو او ورونو! په پای کې غواړو زمونږ دپاره دعا وکړئ چې د څښتن عیسی پیغام زر خپور شي او په عزت سره د خلکو له خوا قبول شي، لکه څنګه چې ستاسو په منځ کې خپور شو.

2. همدارنګه دعا وکړئ چې خدای مونږ د بدکارو او خرابو خلکو څخه وژغوري، ځکه چې ټول خلک ایمانداران نه دي.

3. خو تاسو کولای شئ چې په څښتن توکل وکړئ، ځکه چې هغه به تاسو قوي کړي او د شیطان د بدۍ څخه به مو وساتي.

4. څښتن ستاسو په هکله مونږ ډاډمن کړي یو چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې مونږ یې درته حکم کړی دی او هغوی ته به دوام ورکوئ.

5. څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ.

6. خویندو او ورونو! اوس مونږ تاسو ته د خپل څښتن عیسی مسیح په نوم حکم درکوو چې د هغو ایماندارانو څخه لېرې اوسئ چې په تنبلۍ سره خپل ژوند تېروي او په هغه تعلیم باندې عمل نه کوي چې مونږ ورته ورکړی دی.

7. تاسو خپله ښه پوهېږئ چې څنګه باید زمونږ د مثال څخه پیروي وکړئ، ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو نو مونږ تنبلان او لټان نه وو.

8. مونږ د هېچا ډوډۍ مفته نه ده خوړلې، بلکې شپه او ورځ مو کار کړی او زحمت مو ویستلی دی، ترڅو په چا باندې بار ونه اوسو.

9. دا له دې امله نه ؤ چې مونږ حق نه درلود چې ستاسو څخه خواړه وغواړو، بلکې مونږ غوښتل چې ستاسو دپاره مثال شو، ترڅو زمونږ څخه پیروي وکړئ.

10. کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو تاسو ته مو دا حکم کاوه: څوک چې نه غواړي کار وکړي، نو هغه دې ډوډۍ هم نه خوري.

11. ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې په تاسو کې ځینې خلک شته چې خپل ژوند په تنبلۍ سره تېروي، هغوی کار نه کوي، بلکې د نورو په کارونو کې لاس وهنه هم کوي.

12. مونږ داسې خلکو ته د څښتن عیسی مسیح په نوم حکم کوو او ورڅخه غوښتنه کوو چې په ارامۍ سره دې خپل کار کوي او خپله ډوډۍ دې په خپله ګټي.

13. خو ای خویندو او ورونو! تاسو هېڅکله هم په ښه کار کولو کې زړه مه تنګوئ.

14. که چېرې څوک هغه خبرې چې مونږ په دې لیک کې لیکلي دي نه مني، نو د هغه سره ملګرتیا مه کوئ، ترڅو هغه وشرمیږي.

15. خو هغه دښمن مه ګڼئ، بلکې د یو ایماندار ورور په شان ورته نصیحت وکړئ.

16. اوس دې څښتن چې په خپله د سولې او سلامتۍ سرچینه دی، تاسو ته په هر وخت او هر حال کې ارامي درکړي. څښتن دې تاسو ټولو سره مل وي.

17. دا سلامونه ما پولوس په خپل لاس تاسو ته لیکلي دي او د ثبوت دپاره زما په ټولو لیکونو کې دا زما د لیکنې نښه او طریقه ده.

18. په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.

About دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3

Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تسالونیکیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3?

دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تسالونیکیانو ته

  1. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 2
  2. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 13
  2. مرقس Chapter 15
  3. متی Chapter 13
  4. اعمال رسولان Chapter 21
  5. عبرانیانو ته Chapter 1
  6. مکاشفه Chapter 20
  7. اول تیموتاوس Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 7
  2. خروج Chapter 37
  3. اول پادشاهان Chapter 6
  4. خروج Chapter 33
  5. یشوع Chapter 23
  6. شمېر Chapter 1
  7. ایوب Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *