Read دوهم تیموتاوس Chapter 1 Online
Read دوهم تیموتاوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تیموتاوس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تیموتاوس 1
فصل 1
1. دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی او د دې دپاره لېږل شوی دی ترڅو هغه وعده شوی ژوند چې په عیسی مسیح کې تر لاسه کیږي، اعلان کړي.
2. زه دا لیک خپل ګران زوی تیموتاوس ته لیکم. د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
3. زه د هغه خدای شکر کوم چې خدمت یې کوم، لکه څنګه چې زما نیکونو په پاک وجدان سره د هغه خدمت کاوه. زه هر وخت شپه او ورځ تا په خپلو دعاګانو کې یادوم.
4. کله چې ستا اوښکې را په یاد شي، نو دا ارمان لرم چې تا ووینم، ترڅو ستا په لیدلو زما خوشحالي پوره شي.
5. زه ستا هغه سوچه ایمان رایادوم چې لومړی ستا نیا لوییس او ستا مور افنیکي درلود او زه ډاډه یم چې ته یې هم لرې.
6. له دې امله تاته در په یادوم چې د خدای هغه نعمت چې زما د لاس په ایښودلو سره تاته درکړل شو، هغه د ځانه سره ژوندی وساته.
7. ځکه کوم روح چې خدای مونږ ته راکړی دی هغه د وېرې او شرم روح نه دی بلکې د قدرت، مینې او په ځان باندې د واک لرلو روح دی.
8. نو بیا زمونږ د څښتن په هکله د شاهدۍ ورکولو یا زما په اړه چې د هغه په خاطر بندي یم، مه شرمېږه، بلکې د خدای په قدرت سره په هغو کړاوونو کې زما سره شریک شه چې د زېري په رسولو کې رامنځته کیږي.
9. خدای مونږ ته خلاصون راکړ او مونږ یې یو سپېڅلي ژوند ته راوبللو. دا زمونږ د عملونو له امله نه وو بلکې دا د خدای مقصد او فضل ؤ چې د ازل نه یې د عیسی مسیح په وسیله مونږ ته راکړ.
10. خو اوس هغه دا فضل زمونږ د خلاصوونکي عیسی مسیح په راتللو سره مونږ ته ښکاره کړی دی. هغه د مرګ قدرت له منځه یووړ او د زېري په وسیله یې نه فناکېدونکی ژوند ښکاره کړ.
11. زه د دې زېري رسولو دپاره وعظ کوونکی، رسول او استاذ وټاکل شوم.
12. له همدې امله زه کړاوونه زغمم، خو په هغه باندې نه شرمېږم. خو په چا باندې چې ما ایمان راوړی دی زه هغه پېژنم، ځکه زه یقین لرم چې هغه دا توان لري هغه څه چې هغه راته سپارلي دي، د خپل بېرته راتګ تر ورځې پورې یې وساتي.
13. هغه سم تعلیم چې زما نه مو اورېدلی دی، هغه د هغه ایمان او مینې په وسیله چې په عیسی مسیح کې یې لرې، د خپل ځان دپاره مثال وګرځوه.
14. هغه ښه امانت چې تاته سپارل شوی دی هغه د روح القدس په وسیله چې په مونږ کې اوسیږي، وساته.
15. ته خبر یې چې د اسیا د ولایت ټولو خلکو زه پرېښودم چې په هغو کې فیجلس او هیرموجینس هم شامل دي.
16. څښتن دې د اونیسیفوروس په کورنۍ باندې رحم وکړي، ځکه چې هغه ماته څو څو ځلې نوی قوت راکړ او په دې ونه شرمېده چې زه بندي یم،
17. بلکې کله چې هغه روم ته راورسېده، نو زه یې ډېر ولټولم او پیدا یې کړم.
18. څښتن دې د قضاوت په ورځ په هغه باندې خپل رحم وکړي. همدارنګه ته ښه خبر یې چې هغه په افسیس کې زما څومره خدمتونه کړي دي.
About دوهم تیموتاوس Chapter 1
Read دوهم تیموتاوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تیموتاوس
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تیموتاوس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تیموتاوس Chapter 1?
دوهم تیموتاوس Chapter 1 is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تیموتاوس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-تیموتاوس
Explore More from نوی عهد
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 6
- اعمال رسولان Chapter 2
- اعمال رسولان Chapter 13
- اعمال رسولان Chapter 17
- مکاشفه Chapter 10
- دوهم پطروس Chapter 2
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 11