اول یوحنا Chapter 3

For English

Read اول یوحنا Chapter 3 Online

Read اول یوحنا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول یوحنا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول یوحنا 3

فصل 3

1. وګورئ، پلار مونږ ته څومره ډېره مینه راکړې ده. د هغه مینه دومره زیاته ده چې مونږ د خدای د اولادونو په نوم یادېږو او په حقیقت کې مونږ همداسې یو. دا چې نړۍ مونږ نه پېژني علت یې دا دی چې هغه یې نه دی پېژندلی.

2. ګرانو دوستانو، اوس مونږ د خدای اولادونه یو، او دا چې څنګه واوسو، تر اوسه معلومه نه ده. خو په دې پوهېږو چې کله مسیح راښکاره شي نو مونږ به د هغه په شان شو، ځکه چې هغه به هماغه شان ووینو لکه څنګه چې دی.

3. هرڅوک چې د مسیح نه دا هیله لري نو هغه خپل ځان داسې پاک ساتي لکه څنګه چې مسیح پاک دی.

4. هرڅوک چې ګناه کوي هغه شریعت ماتوي، ځکه چې ګناه په خپله د شریعت ماتول دي.

5. تاسو پوهېږئ چې مسیح د دې دپاره راغی چې ګناهونه لېرې کړي او په هغه کې هېڅ ګناه نشته.

6. نو هرڅوک چې د مسیح سره په شراکت کې اوسیږي هغه نوره ګناه نه کوي او هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري، هغه یې هېڅکله نه لیدلی او نه یې پېژندلی دی.

7. ای ګرانو بچیانو! مه پرېږدئ چې څوک تاسو بې لارې کړي. هرڅوک چې نېک کارونه کوي هغه نېک دی، لکه څنګه چې مسیح نېک دی.

8. هرڅوک چې د ګناه کولو عادت لري هغه د شیطان اولاد دی، ځکه چې شیطان د ازله ګناه کوله، خو د خدای زوی د همدې دپاره راغی چې د شیطان کارونه برباد کړي.

9. هرڅوک چې د خدای اولاد وي هغه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې په هغه کې د خدای ذات دی. هغه د خدای اولاد دی نو ځکه ګناه نه شي کولای.

10. د خدای د اولاد او د شیطان د اولاد ترمنځ فرق ښکاره دی. څوک چې نېکي نه کوي او یا د ورونو سره مینه نه کوي هغه د خدای اولاد نه دی.

11. کوم پیغام چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی هغه دا دی: د یو بل سره باید مینه وکړو.

12. مونږ باید د قاین په شان ونه اوسو. هغه د شیطان اولاد او خپل ورور یې مړ کړ. هغه یې ولې مړ کړ؟ ځکه چې د هغه خپل عملونه بد وو او د ورور کارونه یې نېک وو.

13. نو زما ورونو! که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي نو په دې مه حیرانېږئ.

14. مونږ پوهېږو چې د مرګ نه تېر شوي یو او ژوندون ته راغلي یو، ځکه چې د ورونو سره مینه کوو. او په چا کې چې مینه نشته هغه لا تر اوسه د مرګ په حال کې دی.

15. هرڅوک چې د خپل ورور نه کرکه کوي هغه قاتل دی او تاسو پوهېږئ چې هېڅ قاتل تلپاتې ژوندون نه لري.

16. نو له همدې امله مونږ پوهېږو چې مینه څه شی دی، ځکه چې مسیح زمونږ په خاطر خپل ځان قربان کړ، نو مونږ هم باید خپل ځانونه د ورونو په خاطر قربان کړو.

17. که چېرې کوم څوک دنیاوي شتمني ولري او ګوري چې ورور یې محتاج دی او زړه ورباندې نه سوځوي نو هغه څنګه دعوه کولای شي چې په زړه کې یې د خدای مینه شته؟

18. ګرانو بچیانو! زمونږ مینه دې یوازې په خبرو یا په ژبه نه بلکې عملي او رښتینې وي.

19. نو په دې به مونږ پوه شو چې مونږ د حقیقت پیروان یو او له دې امله به زمونږ زړونه د خدای په حضور کې ډاډه وي.

20. که چېرې زمونږ وجدان مونږ ملامتوي نو مونږ ډاډه یو چې خدای زمونږ د وجدان نه ډېر لوی دی او د هرڅه نه خبر دی.

21. ګرانو دوستانو! که چېرې زمونږ وجدان مونږ نه ملامتوي، نو کولای شو چې په ډاډه زړه د خدای حضور ته راشو

22. او هرڅه چې ورڅخه وغواړو هغه یې راکوي، ځکه چې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل کوو او هرڅه چې هغه خوښوي هماغه کار کوو.

23. د هغه حکم دا دی چې مونږ باید د هغه د زوی عیسی مسیح په نوم ایمان راوړو او د یو بل سره مینه وکړو لکه څنګه چې مسیح مونږ ته حکم کړی دی.

24. هرڅوک چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي نو هغه په خدای کې اوسیږي او خدای په هغه کې. په دې ډول مونږ پوهېږو چې هغه د روح القدس په وسیله چې مونږ ته یې راکړی دی، په مونږ کې اوسیږي.

About اول یوحنا Chapter 3

Read اول یوحنا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول یوحنا
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول یوحنا Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول یوحنا Chapter 3?

اول یوحنا Chapter 3 is part of the Book of اول یوحنا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول یوحنا Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-یوحنا

  1. اول یوحنا Chapter 5
  2. اول یوحنا Chapter 2
  3. اول یوحنا Chapter 4
  4. اول یوحنا Chapter 1
  5. اول یوحنا Chapter 5
  6. اول یوحنا Chapter 4
  7. اول یوحنا Chapter 3

Explore More from نوی عهد

  1. اول تیموتاوس Chapter 6
  2. اعمال رسولان Chapter 21
  3. عبرانیانو ته Chapter 7
  4. اعمال رسولان Chapter 9
  5. اعمال رسولان Chapter 16
  6. دوهم پطروس Chapter 2
  7. اعمال رسولان Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. زکریا Chapter 11
  2. یوحنا Chapter 15
  3. واعظ Chapter 4
  4. لوقا Chapter 19
  5. شمېر Chapter 1
  6. اشعیا Chapter 14
  7. یوحنا Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *