تثنیه Chapter 17

For English

Read تثنیه Chapter 17 Online

Read تثنیه Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of تثنیه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

تثنیه 17

فصل 17

1. خپل څښتن خدای ته داسې غویی او پسه مه قرباني کوئ چې کوم عیب په کې وي، څښتن له دې کار څخه کرکه کوي.

2. ‏-

3. ستاسو څښتن خدای تاسو ته د اوسېدلو دپاره ښارونه درکوي. خو وروسته کېدای شي یو سړی یا یوه ښځه په دې ښارونو کې د نورو خدایانو یا حتیٰ د لمر، سپوږمۍ یا ستورو ته عبادت شروع کړي. خو ما تاسو ته خبرداری درکړی دی چې د نورو خدایانو عبادت به نه کوئ، ځکه هرڅوک چې هغوی ته عبادت کوي هغه د څښتن د امر څخه سرغړونه کوي او هغه لوظ ماتوي چې څښتن ستاسو سره کړی دی.

4. که چېرې تاسو داسې خبر واورئ، نو د هغې په هکله پوره څېړنه وکړئ. که چېرې دا خبره رښتیا وي چې په اسراییلو کې داسې بد کار شوی دی،

5. نو بیا هغه نفر د ښار څخه دباندې بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.

6. خو بیاهم هغه دې یوازې په هغه صورت کې ووژل شي چې دوه یا زیات شاهدان د هغه په ضد شاهدي ورکړي. که چېرې یوازې یو شاهد وي، هغه دې نه وژل کیږي.

7. اول باید شاهدان تیږې ګوزارې کړي او بیا دې نور ټول خلک هغه نفر سنګسار کړي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.

8. کېدای شي چې داسې دعوې وي چې د محلي قاضیانو دپاره یې فیصله کول ډېر ګران وي، لکه د جایداد د حقونو یا د چا د ټپي کولو دعوې یا داسې دعوې چې د قتل او د داسې مرګ ترمنځ فرق په کې شامل وي چې په سهوې سره شوی وي. کله چې داسې کار کیږي نو د عبادت هغه ځای ته ځئ چې ستاسو د څښتن خدای له خوا انتخابیږي.

9. نو خپله دعوه لاوي کاهنانو او د هغه وخت قاضي ته وړاندې کوئ او هغوی پرېږدئ چې د دعوې فیصله وکړي.

10. هغوی به خپله فیصله واوروي او تاسو باید کټ مټ هماغسې وکړئ څنګه چې هغوی یې درته وایي.

11. د هغوی فیصله ومنئ او په لارښوونو باندې یې پوره عمل وکړئ.

12. هرڅوک چې دا جرأت وکړي چې د قاضي یا هغه کاهن د امر څخه سرغړونه وکړي چې ستاسو د څښتن خدای خدمت کوي، هغه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د اسراییلو څخه دا بدکاري لېرې کړئ.

13. بیا به ټول خلک له دې څخه خبر شي او وبه وېریږي او بل هیڅوک به دا جرأت ونه کړي چې داسې عمل وکړي.

14. کله چې تاسو هغه ځمکه ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي او هلته اوسېږئ، نو وبه وایئ چې مونږ هم لکه د خپل شاوخوا قومونو په شان پادشاه غواړو.

15. ګورئ، کوم سړی چې تاسو د پادشاه په توګه انتخابوئ باید هغه څوک وي چې د څښتن له خوا انتخاب شوی وي. هغه باید ستاسو د قوم څخه وي. کوم بېګانه سړی خپل پادشاه نه کړئ.

16. د پادشاه لښکر باید زیات اسونه ونلري او هغه باید مصر ته خلک د دې دپاره ونه لېږي چې هلته اسونه په بیه واخلي ځکه چې څښتن فرمایلي دي چې د هغه قوم دې هیڅکله هلته بېرته نه ځي.

17. پادشاه باید ډېرې ښځې ونلري ځکه چې هغوی به هغه ولمسوي چې د څښتن په مقابل کې بې وفا شي. باالاخره، پادشاه باید د دې هڅه ونه کړي چې په زیاته اندازه سره زر او سپین زر لاس ته راوړي.

18. کله چې هغه پادشاه شي، هغه دې د دې قوانینو د نسخې یو نقل جوړ کړي چې اصلي نقل یې د لاوي کاهنانو سره دی.

19. د قوانینو دا نقل دې د هغه سره وي او ټول عمر دې هغه لولي ترڅو د څښتن احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغو ټولو امرونو اطاعت وکړي چې په دې قوانینو کې راغلي دي.

20. په دې کار سره به هغه داسې فکر نه کوي چې هغه د نورو اسراییلیانو په پرتله ښه سړی دی او د څښتن د امرونو څخه به هیڅ سرغړونه نه کوي. بیا به هغه او د هغه اولاده د ډېرو کلونو دپاره په اسراییلو باندې حکومت وکړي.

About تثنیه Chapter 17

Read تثنیه Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of تثنیه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: تثنیه
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading تثنیه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading تثنیه Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is تثنیه Chapter 17?

تثنیه Chapter 17 is part of the Book of تثنیه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete تثنیه Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from تثنیه

  1. تثنیه Chapter 23
  2. تثنیه Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 5
  4. تثنیه Chapter 1
  5. تثنیه Chapter 31
  6. تثنیه Chapter 26
  7. تثنیه Chapter 21

Explore More from زوړ عهد

  1. قاضیان Chapter 20
  2. زبور Chapter 128
  3. حزقیال Chapter 21
  4. دوهم سموئیل Chapter 8
  5. زبور Chapter 19
  6. حزقیال Chapter 24
  7. ارمیا Chapter 44

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 52
  2. دوهم تواریخ Chapter 27
  3. اشعیا Chapter 30
  4. ایوب Chapter 33
  5. تثنیه Chapter 21
  6. دوهم سموئیل Chapter 11
  7. زبور Chapter 86
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *