لاویان Chapter 15

For English

Read لاویان Chapter 15 Online

Read لاویان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

لاویان 15

فصل 15

1. څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:

2. <د اسراییلیانو سره خبرې وکړئ او ورته ووایئ: کله چې د یو سړي د تناسلي آلې څخه زوه راووزي، هغه زوه ناپاکه ده.

3. که دا زوه د هغه د تناسلي آلې څخه رابهیږي یا دا بهېدل د التهاب په سبب بند شوي وي، هغه به ناپاک کړي.

4. که داسې سړی چې زوه ورڅخه راوزي، که هغه په هرې بسترې باندې څملي او یا په هر شي باندې کښېني هغه شی به ناپاک شي.

5. هرڅوک چې د هغه د بسترې سره ولګیږي،

6. یا په هغه شي باندې کښېني چې هغه سړی ورباندې ناست ؤ، نو هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

7. هرڅوک چې د هغه سړي سره ولګیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

8. که چېرې هغه نفر چې زوه ورڅخه راوزي په داسې یو نفر باندې چې هغه پاک وي لیاړې واچوي، هغه سړی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

9. که دا سړی په کوم زین باندې کښېني، هغه به ناپاک شي

10. او هرڅوک چې د هغه شي سره ولګیږي چې دا سړی ورباندې ناست ؤ، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې داسې شیان راپورته کړي هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.

11. که چېرې یو سړی چې زوه ورڅخه راووزي او خپل لاسونه یې نه وي مینځلي، په کوم بل نفر باندې ولګیږي، هغه څوک چې دی ورسره لګېدلی دی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

12. که هغه سړی چې زوه ورڅخه راوزي د خټو هر لوښي ته لاس وروړي، هغه باید مات شي او که د لرګي کوم لوښي ته لاس وروړي، هغه باید ومینځل شي.

13. له هغې وروسته چې د زوې د راوتلو څخه د دغه سړي علاج وشي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا دې د چینې په تازه اوبو کې خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو هغه به پاک شي.

14. هغه باید په اتمه ورځ دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او د څښتن حضور ته دې د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راشي او هغه دې کاهن ته ورکړي.

15. کاهن دې هغه قرباني کړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره. په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه سړي دپاره د هغه د زوې د راوتلو له کبله کفاره ادا کړي.

16. کله چې له یو سړي څخه مني راووزي، هغه باید خپل ټول ځان ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

17. هر هغه شی چې د ټوکر یا څرمنې څخه جوړ شوی وي او مني ورباندې لوېدلي وي باید ومینځل شي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

18. سړی او ښځه دواړه باید د یوځای کېدلو څخه وروسته غسل وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.

19. کله چې یوه ښځه میاشتینۍ ناروغي ولري، هغه اووه ورځې ناپاکه پاتې کیږي. هرڅوک چې دې ښځې ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.

20. که هغه د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په وخت کې په هر شي باندې کښېني یا ورباندې څملي هغه شی به ناپاک شي.

21. ‏-

23. هرڅوک چې د هغې د بسترې یا هر هغه شي سره چې هغه ورباندې ناسته وي ولګیږي، باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي.

24. که چېرې یو سړی د هغې ښځې سره په هغه وخت کې یوځای شي کله چې د هغې میاشتینۍ ناروغي پیل کیږي، هغه سړی به اووه ورځې ناپاک وي. په هرې بسترې باندې چې هغه څملي هغه بستره به ناپاکه شي.

25. که چېرې د یوې ښځې څخه د میاشتینۍ ناروغۍ څخه پرته د ډېرو ورځو دپاره وینه بهیږي یا برسېره پر عادي میاشتینۍ ناروغۍ دا وینه بهیږي، ترڅو پورې چې دا وینه بهیږي هغه ښځه د میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه پاتې کیږي.

26. په دې موده کې که چېرې هغه په هره بستره باندې څملي او یا په هر شي باندې چې کښېني هغه به ناپاک شي.

27. هرڅوک چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي. هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.

28. وروسته له دې چې د هغې وینه ودریږي، باید اووه ورځې صبر وکړي نو بیا به هغه پاکه شي.

29. په اتمه ورځ باید هغه ښځه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او هغه دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي.

30. کاهن دې یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره قرباني کړي. په دې ډول به هغه د څښتن په حضور کې د هغې ښځې دپاره د هغې د وینې د بهېدلو د ناپاکۍ په خاطر کفاره ادا کړي.

31. کله چې ستاسو څخه کوم یو ناپاک وي، باید د اسراییلو د قوم څخه لېرې واوسیږي. که نه، نو زما مقدسه خېمه به چې د کمپ په منځ کې ده ناپاکه شي او ټول قوم به مړ شي.>

32. ‏-

33. دا مقررات د هغه سړي په باره کې دي چې د هغه څخه زوه یا مني راوزي او د هغې ښځې په باره کې چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې وي او یا د هغه سړي په باره کې چې د یوې ناپاکې ښځې سره یوځای شي.

About لاویان Chapter 15

Read لاویان Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لاویان
Chapter: 15
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لاویان Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لاویان Chapter 15?

لاویان Chapter 15 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لاویان Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from لاویان

  1. لاویان Chapter 16
  2. لاویان Chapter 7
  3. لاویان Chapter 27
  4. لاویان Chapter 13
  5. لاویان Chapter 27
  6. لاویان Chapter 14
  7. لاویان Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 55
  2. متی Chapter 10
  3. فلیپیانو ته Chapter 2
  4. شمېر Chapter 14
  5. متلونه Chapter 11
  6. پیدایښت Chapter 25
  7. زبور Chapter 96
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *