لاویان Chapter 19

For English

Read لاویان Chapter 19 Online

Read لاویان Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لاویان 19

فصل 19

1. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

2. <د اسراییلو د ټول قوم سره خبرې وکړه او ورته ووایه: مقدس اوسئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای مقدس یم.

3. تاسو هر یو باید د خپل مور او پلار احترام وکړئ او باید د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

4. ما مه پرېږدئ او د بتانو عبادت مه کوئ. د فلزاتو څخه خدایان مه جوړوئ او عبادت یې مه کوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

5. کله چې تاسو د سلامتۍ د نذرانې دپاره څښتن ته یو حیوان قرباني کوئ، هغه په یوې داسې طریقې سره قرباني کړئ چې ستاسو په خاطر قبول شي.

6. غوښه باید په هماغه ورځ چې قرباني کوئ وخورئ یا په راتلونکې ورځ. هرڅه چې د دریمې ورځې پورې پاتې شي باید وسوزول شي.

7. که چېرې له هغې څخه لږه په دریمه ورځ وخوړل شي، هغه ناپاکه ده او دا نذرانه به قبوله نه شي.

8. هرڅوک چې هغه وخوري، هغه به ګناهکار وي ځکه چې هغه څه چې څښتن ته مقدس دي، هغه یې عادي ګڼلي دي. هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.

9. کله چې تاسو د خپلې ځمکې حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټي تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي هغه مه راټولوئ.

10. خپل د انګورو باغ ته دوهم ځل مه ورځئ او هغه انګور مه راټولوئ چې رالوېدلي وي. هغه غریبانو او بېګانه خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

11. غلا مه کوئ. یو بل ته درواغ مه وایئ او یو بل مه غولوئ.

12. زما په نوم په درواغو قسم مه خورئ او په دې ډول د خپل خدای نوم مه سپکوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

13. څوک مه لوټوئ او د چا څخه ګټه مه اخلئ. د یو مزدور اجوره حتیٰ د یوې شپې دپاره هم مه ځنډوئ.

14. کڼو خلکو ته ښکنځلې مه کوئ او د ړندو په مخ کې داسې شی مه ږدئ چې هغوی ورباندې تیندک وخوري، مګر زما څخه ووېرېږئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

15. عدالت تر پښو لاندې کوئ مه. د غریب پلوي مه کوئ او د لویانو خاطر مه کوئ، مګر د نورو سره په انصاف قضاوت وکړئ.

16. د هیچا په باره کې درواغ مه خپروئ او کله چې یو نفر په محکمه کې په مرګ باندې محکوم وي نو ښکاره خبرې وکړئ، کېدای شي چې ستاسو شاهدي د هغه سره مرسته وکړي. زه څښتن یم.

17. د خپل ورور سره په خپل زړه کې کینه مه ساتئ. هغه په ښکاره د خپلې ګناه په خاطر ورټئ ترڅو د هغه په ګناه کې شریک نه شئ.

18. د خپلو خلکو څخه د بدل اخیستلو پسې مه ګرځئ. د هغوی څخه کرکه مه کوئ، خو د نورو سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. زه څښتن یم.

19. زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. غیر همجنس کورني حیوانات د نسل دپاره سره مه یوځای کوئ. په خپل پټي کې دوه قسمه تخمونه مه کرئ. داسې کالي مه اغوندئ چې له دوو مختلفو جنسونو څخه جوړ شوي وي.

20. که چېرې یو نفر د یوې داسې غلامې سره چې هغه د بل نفر سره کوژدن شوې وي زنا وکړي، که څه هم هغه بل نفر د هغې د ازادېدلو په خاطر پیسې نه وي ورکړې، نو باید هغې غلامې او هغه نفر ته چې د هغې سره یې زنا کړې وه سزا ورکړل شي. خو هغوی دې ونه وژل شي ځکه چې هغه ازاده شوې نه ده.

21. هغه سړی به د تاوان د نذرانې په توګه یو پسه د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې څښتن ته راوړي.

22. په هغه باندې به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه د ګناه په خاطر کفاره ادا کړي او د هغه ګناه به وبخښل شي.

23. کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوزئ او د مېوې یوه ونه وکرئ، هغه مېوه د اولنیو دریو کلونو دپاره حرامه وګڼئ. په دې موده کې تاسو باید هغه مېوه ونه خورئ.

24. په څلورم کال به هغه ټوله مېوه ما یعنې څښتن ته د شکرګزارۍ په خاطر وقف شي.

25. خو په پنځم کال به هغه مېوه تاسو ته حلاله وي. که چېرې تاسو دا ټول کارونه وکړئ، ستاسو ونې به زیاته مېوه ونیسي. زه ستاسو څښتن خدای یم.

26. داسې غوښه مه خورئ چې وینه په کې وي. فال مه ګورئ او کوډې مه کوئ.

27. د خپلو شقیقو ویښتان مه خرایئ او ږیره مه لنډوئ.

28. د مړي په غم کې خپل بدنونه مه غوڅوئ او خالونه ورباندې مه جوړوئ. زه څښتن یم.

29. د خپلو لورګانو څخه فاحشې مه جوړوئ او هغوی مه شرموئ. که داسې وکړئ، نو دا خاوره به په فاحشۍ بدله شي او له بدکارۍ څخه به ډکه شي.

30. د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.

31. هغو خلکو ته مه ورځئ چې هغوی دعوه کوي چې دوی کولی شي چې د مړو سره خبرې وکړي. همدارنګه د فال کتونکو پسې مه ګرځئ، ځکه چې د هغوی په وسیله به تاسو ناپاک شئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

32. د سپین ږیرو په مخ کې پاڅېږئ، د مشرانو احترام کوئ او زما څخه وېرېږئ. زه څښتن یم.

33. د هغو بېګانه خلکو سره بده رویه مه کوئ چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي.

34. د هغوی سره د یو اسراییلي په شان رویه وکړئ او د خپلو ځانونو په شان ورسره مینه وکړئ. دا یاد ساتئ چې تاسو هم یو وخت د مصر په خاوره کې بېګانه وئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

35. کله چې تاسو یو شی اندازه کوئ یا هغه وزن کوئ نو غلطي په کې مه کوئ او هیڅوک مه غولوئ.

36. د صحیح تلو، صحیح وزنونو او صحیح اندازو څخه کار اخلئ. زه ستاسو څښتن خدای یم او ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ.

37. زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي کوئ. زه څښتن یم.>

About لاویان Chapter 19

Read لاویان Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لاویان
Chapter: 19
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لاویان Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لاویان Chapter 19?

لاویان Chapter 19 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لاویان Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from لاویان

  1. لاویان Chapter 13
  2. لاویان Chapter 26
  3. لاویان Chapter 24
  4. لاویان Chapter 15
  5. لاویان Chapter 16
  6. لاویان Chapter 7
  7. لاویان Chapter 22

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 66
  2. پیدایښت Chapter 46
  3. زبور Chapter 129
  4. لوقا Chapter 4
  5. اول تواریخ Chapter 21
  6. تثنیه Chapter 1
  7. اشعیا Chapter 57
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *