Read لاویان Chapter 3 Online
Read لاویان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
لاویان 3
فصل 3
1. کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي.
2. هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې حلال کړي. بیا به د هارون زامن چې کاهنان دي، هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
3. هغه نفر دې د حیوان دغه برخې څښتن ته د داسې قربانۍ په توګه چې په اور باندې تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
4. پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
5. بیا دې کاهنان هغه ټوله د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزوي. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
6. که چېرې هغه نفر د خپلې رمې څخه یو حیوان څښتن ته د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه دې یو داسې ښځینه یا نر حیوان وي چې کوم عیب په کې نه وي.
7. که چېرې هغه پسه وړاندې کوي،
8. نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه دې د خېمې په مخ کې حلال کړي. کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
9. هغه دې د سلامتۍ د نذرانې څخه یوه داسې قرباني راوړي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي: لکه د هغې وازګه، ټول لم چې له شمزۍ څخه پرې کړل شوی وي او ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
10. پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
11. کاهن دې هغه د خواړو د نذرانې په توګه څښتن ته په قربانګاه باندې وسوزوي.
12. که چېرې د هغه نفر نذرانه یوه وزه یا وز وي،
13. نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او د مقدسې خېمې په مخکې دې حلال کړي. بیا به کاهنان د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
14. هغه دې د خپلې نذرانې یوه برخه چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
15. پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
16. کاهن به دا ټول د خواړو د نذرانې په توګه چې څښتن ورباندې خوشالیږي په قربانګاه باندې وسوزوي. ټوله وازګه د څښتن ده.
17. هیڅ اسراییلی نه شي کولی چې کومه وازګه یا وینه وخوري. دا یو دایمي حکم دی چې ټول اسراییلیان چې هرچېرته اوسیږي باید د هغه څخه پیروي وکړي.>
About لاویان Chapter 3
Read لاویان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: لاویان
Chapter: 3
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading لاویان Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is لاویان Chapter 3?
لاویان Chapter 3 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete لاویان Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from لاویان
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 17
- لاویان Chapter 4
- لاویان Chapter 19
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 26
- لاویان Chapter 6