لاویان Chapter 5

For English

Read لاویان Chapter 5 Online

Read لاویان Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

لاویان 5

فصل 5

1. په دې لاندینیو حالتونو کې د ګناه نذرانې ضروري دي:که چېرې څوک د شاهدۍ ورکولو دپاره محکمې ته وغوښتل شي او د هغو شیانو په باره کې چې هغه لیدلي یا اورېدلي دي معلومات ورنه کړي، نو هغه ته دې د خپلو بدو سزا ورکړل شي.

2. که چېرې د چا لاس په سهوې سره د یو شي سره چې په مذهبي لحاظ ناپاک وي لکه مړ شوي حیوان سره ولګیږي، نو کله چې پوه شي چې هغه څه کړي دي، نو هغه نفر ناپاکه او ګناهکار دی.

3. که چېرې څوک په سهوې سره د انساني ناپاکۍ سره که هغه هرڅه وي ولګیږي، نو څنګه چې پوه شي چې څه یې کړي دي، هغه به ګناهکار وګڼل شي.

4. که چېرې د یو چا فکر نه وي او قسم وخوري، مهمه نه ده چې د څه شي په هکله وي، څنګه چې ورڅخه خبر شي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.

5. کله چې څوک له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي، هغه باید د هغې ګناه اقرار وکړي

6. او د خپلې ګناه د جریمې په توګه باید څښتن ته د ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه یا وزه راولي او کاهن به د هغه د ګناه دپاره کفاره ادا کړي.

7. که چېرې هغه نفر مېږه یا وزه نه شي اخیستلی، نو څښتن ته دې د خپلې ګناه د جریمې په توګه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي یعنې یوه د ګناه د نذرانې او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره.

8. هغه دې کاهن ته راوړي او کاهن به اول یوه د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي. هغه دې په داسې طریقې سره د هغې اورمېږ تاو کړي چې سر ورڅخه جلا نه شي.

9. هغه دې د ګناه د نذرانې څخه لږه وینه د قربانګاه په اړخ کې وشیندي، پاتې وینه باید د قربانګاه په بېخ کې وڅڅول شي. دا د ګناه نذرانه ده.

10. بیا به د مقرراتو په مطابق هغه دوهمه مرغۍ د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

11. که چېرې هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې هم نه شي اخیستلی، نو د خپلې ګناه د نذرانې دپاره دې یو کیلوګرام ښه اوړه راوړي. په هغو باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.

12. هغه باید کاهن ته راوړي، کاهن به له هغو اوړو څخه چې ټول څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه راواخلي او د نورو نذرانو سره به یې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا د ګناه د لېرې کولو نذرانه ده.

13. په دې ډول به کاهن د هغه د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. پاتې نذرانه به د غلې دانې د نذرانې په شان د کاهن وي.>

14. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

15. <که چېرې څوک په سهوې سره هغه شیان چې څښتن ته وقف شوي دي یا د هغو بیه کاهن ته ورنه کړي، نو هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي. د هغه بیه دې د هغو پیسو په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

16. برسېره پردې، نوموړی باید هغه پیسې ورکړي چې د هغو په ورکولو نه دی بریالی شوی او شل فیصده دې زیاتې هم ورکړي. هغه به دا ټولې پیسې کاهن ته ورکوي. کاهن به د هغه دپاره په پسه باندې د تاوان د نذرانې په توګه کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

17. که چېرې څوک په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه ګناهکار دی او د هغې جرمانه به ورکوي.

18. هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه کاهن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي او مناسبه بیه ولري. په دې ډول به کاهن د هغه د ګناه دپاره چې په سهوې سره یې کړې ده کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

19. دا د هغې ګناه دپاره د تاوان یوه نذرانه ده چې د څښتن په مقابل کې یې کړې ده.>

About لاویان Chapter 5

Read لاویان Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: لاویان
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading لاویان Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is لاویان Chapter 5?

لاویان Chapter 5 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete لاویان Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. استر Chapter 3
  2. ارمیا Chapter 12
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. استر Chapter 7
  5. لاویان Chapter 10
  6. استر Chapter 9
  7. لاویان Chapter 23

Explore More from لاویان

  1. لاویان Chapter 25
  2. لاویان Chapter 17
  3. لاویان Chapter 19
  4. لاویان Chapter 2
  5. لاویان Chapter 24
  6. لاویان Chapter 16
  7. لاویان Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 35
  2. پیدایښت Chapter 39
  3. قاضیان Chapter 18
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 2
  5. یوئیل Chapter 2
  6. خروج Chapter 40
  7. یشوع Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *