Read لاویان Chapter 17 Online
Read لاویان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
لاویان 17
فصل 17
1. څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر وکړ،
2. چې هارون او د هغه زامنو او د اسراییلو ټول قوم ته لاندیني حکمونه ورکړي.
3. -
4. که د اسراییلو څخه یو څوک یو غویی یا یو وری یا یوه وزه څښتن ته د نذرانې په توګه د مقدسې خېمې د دروازې د خولې څخه پرته په بل هرځای کې حلال کړي، هغه به شریعت مات کړی وي. هغوی وینه توی کړې ده او د خدای له قوم څخه باید وشړل شي.
5. د دې حکم معنیٰ دا ده چې د اسراییلو خلک به له همدې وخت څخه څښتن ته هغه حیوانات راوړي چې په صحرا کې یې حلالول. هغوی باید هغه کاهن ته د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راولي او د سلامتۍ د نذرانو په توګه دې قرباني کړي.
6. کاهن دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې هغه وینه د څښتن په قربانګاه باندې وشیندي او وازګه دې د یو داسې بوی په توګه وسوزوي چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
7. د اسراییلو قوم باید نور په صحرا کې د هغو پیریانو دپاره قرباني ونه کړي کوم چې د وزانو په شان ښکاري او په دې کار سره دې د څښتن سره بې وفایي نه کوي. د اسراییلو قوم باید تل ترتله په دې حکم باندې عمل وکړي.
8. که چېرې کوم اسراییلی یا بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي سوزېدونکې نذرانه یا کومه بله قرباني
9. څښتن ته د نذرانې په توګه د مقدسې خېمې د دروازې د خولې څخه بغیر په بل هرځای کې وړاندې کړي، د خدای د قوم څخه به وشړل شي.
10. که چېرې کوم اسراییلی یا هغه بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي کومه وینه وخوري، څښتن فرمایي چې د هغه په ضد به شي او د خپل قوم څخه به یې وشړي.
11. د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی او څښتن هغه د اسراییلو قوم ته ورکړې ده د دې په خاطر چې په قربانګاه باندې د ځان دپاره کفاره ادا کړي. دا وینه ده چې د یو چا د ژوند دپاره کفاره ادا کوي.
12. په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته فرمایلي دي چې نه به دوی او نه به هغه بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي، وینه خوري.
13. که چېرې کوم اسراییلی یا بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي یو داسې حیوان یا مرغۍ ښکار کړي چې هغه حلال وي، باید د هغه وینه په ځمکه باندې توی کړي او په خاورو باندې دې پټه کړي.
14. د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی، نو په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته فرمایلي دي چې باید د هیڅ یو ژوندي شي وینه ونه خوري. هرڅوک چې هغه وخوري باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.
15. هرڅوک، که هغه اسراییلی یا بېګانه وي د یو داسې حیوان غوښه وخوري چې په خپل مرګ باندې مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو له خوا وژل شوی وي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي. هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي، بیا به پاک شي.
16. مګر که چېرې هغه خپل کالي ونه مینځي او غسل ونه کړي، نو د خپلو بدو سزا به وویني.
About لاویان Chapter 17
Read لاویان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: لاویان
Chapter: 17
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading لاویان Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is لاویان Chapter 17?
لاویان Chapter 17 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete لاویان Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اشعیا Chapter 1
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from لاویان
- لاویان Chapter 13
- لاویان Chapter 6
- لاویان Chapter 25
- لاویان Chapter 26
- لاویان Chapter 17
- لاویان Chapter 13
- لاویان Chapter 3