استر Chapter 6

For English

Read استر Chapter 6 Online

Read استر Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

استر 6

فصل 6

1. په هغه شپه پاچا ته هېڅ خوب نه ورته، نو هغه امر وکړ چې د امپراتورۍ د پېښو تاریخي کتاب راوړئ او ماته یې په لوړ اواز ولولئ.

2. په هغه کې یې داسې لیکنه وموندله چې څنګه مردخای د پاچا د وژلو هغه دسیسه چې د پاچا د کوټې د دروازې د دوو ساتونکو یعنې بګتان او تارش خصیانو له خوا ترتیب شوې وه، ښکاره او بربنډه کړه.

3. پاچا پوښتنه وکړه: «د دې کار په خاطر مونږ مردخای ته څومره عزت او انعام ورکړی دی؟»د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «د هغه دپاره هېڅ نه دي شوي.»

4. پاچا پوښتنه وکړه: «ایا زما د درباریانو څخه څوک په ماڼۍ کې شته؟» نو هامان په دې وخت کې د ماڼۍ باندینۍ حوېلۍ ته راغی. هغه د پاچا څخه غوښتل مردخای په هغه دار باندې چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ، ځوړند کړي.

5. د هغه خدمتګارانو په ځواب کې وویل: «هامان دلته په دربار کې دی.»پاچا وویل: «هغه دننه راولئ.»

6. کله چې هامان دننه راغی، نو پاچا ورڅخه پوښتنه وکړه: «د هغه سړي سره چې پاچا غواړي عزت ورته ورکړي، باید څه وکړو؟»نو بیا هامان د خپل ځان سره فکر وکړ: «داسې څوک شته چې پاچا غواړي هغه ته زما نه زیات عزت ورکړي؟»

7. ‏-

8. نو هامان د پاچا د پوښتنې په ځواب کې وویل: «امر وکړئ هغه شاهانه چپنه چې پاچا یې اغوندي او هغه اس چې پاچا ورباندې سپریږي او په سر یې شاهي تاج وي، هغه ته راوړئ.

9. بیا یو لوړ رتبه مامور ته دنده وسپارئ چې هغه شاهي چپنه هغه ته ورواغوندي، په اس باندې یې سپور کړي، د ښار په چوک کې دې وګرځوي او په لوړ اواز دې ووایي: ‹وګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!›»

10. بیا پاچا هامان ته وویل: «سمدلاسه لاړ شه، چپنه او اس د مردخای یهودي دپاره چې د ماڼۍ په دروازې کې ناست دی، تیار کړه. لکه څنګه چې تا وړاندیز وکړ هماغسې وکړه، پام کوه چې کوم شی دې هېر نه شي.»

11. نو بیا هامان چپنه او اس تیار کړل. مردخای ته یې چپنه واغوستله، هغه یې په اس باندې سپور کړ، د ښار په چوک کې یې وګرځاوه او د هغه په مخکې یې چیغې وهلې: «ګورئ، د هغه سړي سره چې پاچا غواړي هغه ته عزت ورکړي داسې عمل کیږي!»

12. وروسته بیا مردخای بېرته د ماڼۍ دروازې ته راستون شو. خو هامان په داسې حال کې چې ډېر غمجن ؤ او د شرم نه یې خپل مخ پټ کړی ؤ، په بیړه خپل کور ته لاړ.

13. هرڅه چې ورباندې پېښ شوي وو هغه یې خپلې ښځې زرش او خپلو ملګرو ته بیان کړل. د هغه ښځې زرش او د هغه ماهرو مشاورانو هغه ته وویل: «ته د مردخای په وړاندې کمزوری کېږې. هغه یهودي دی، په هغه باندې بریالی کېدای نه شې. هغه به په رښتیا تاته ماتې درکړي.»

14. په داسې حال کې چې هغوی لا خبرې کولې د ماڼۍ خصیان راورسېدل چې هامان په بیړه هغې مېلمستیا ته بوځي چې استر تیاره کړې وه.

About استر Chapter 6

Read استر Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: استر
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading استر Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is استر Chapter 6?

استر Chapter 6 is part of the Book of استر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete استر Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اَستر

  1. استر Chapter 7
  2. استر Chapter 3
  3. استر Chapter 9
  4. استر Chapter 4
  5. استر Chapter 8
  6. استر Chapter 1
  7. استر Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. اول تواریخ Chapter 14
  2. حزقیال Chapter 19
  3. تثنیه Chapter 7
  4. دوهم سموئیل Chapter 7
  5. عاموس Chapter 7
  6. اول تواریخ Chapter 6
  7. حزقیال Chapter 43

Related Chapters & Readings

  1. لوقا Chapter 10
  2. متلونه Chapter 28
  3. زبور Chapter 94
  4. دانیال Chapter 6
  5. قاضیان Chapter 10
  6. یشوع Chapter 17
  7. تثنیه Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *