کولسیانو ته Chapter 4

For English

Read کولسیانو ته Chapter 4 Online

Read کولسیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of کولسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

کولسیانو ته 4

فصل 4

1. ای بادارانو، د خپلو غلامانو سره د عدل او انصاف له مخې چلند وکړئ، ځکه پوهېږئ چې تاسو هم په اسمان کې یو بادار لرئ.

2. په بېدارۍ او شکرګزارۍ سره په دعا کې ټینګ او ثابت اوسئ.

3. زمونږ دپاره هم دعا کوئ، ترڅو خدای مونږ ته د خپل پیغام دپاره دروازه خلاصه کړي چې د مسیح پټ راز بیان کړو، ځکه چې په همدې خاطر زه بندي یم.

4. دعا وکړئ، ترڅو زه دغه پیغام لکه څنګه چې لازمه ده، په واضح او روښانه توګه بیان کړم.

5. د غیر ایماندارانو سره په هوښیارۍ چلند کوئ او د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ.

6. ستاسو خبرې دې تل د فضل نه ډکې او خوندورې وي، ترڅو په دې پوه شئ چې هرچا ته سم او مناسب ځواب ورکړئ.

7. تیخیکاس به تاسو زما د ټولو کړنو څخه خبر کړي. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خدمتګار او د څښتن په کار کې زمونږ ملګری دی.

8. ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي.

9. د هغه سره اونیسیموس چې زمونږ وفادار او ګران ورور دی او ستاسو د ډلې څخه دی، درځي. هغوی به تاسو د هغو ټولو کارونو نه چې دلته کیږي، خبر کړي.

10. ارسترخوس چې زما سره په زندان کې دی، تاسو ته سلام وایي. همدارنګه مرقوس د برنابا د کاکا زوی هم تاسو ته سلام وایي. د مرقوس په هکله تاسو ته لارښوونې شوې وې چې که هغه تاسو ته راغی، نو هرکلی ورته ووایئ.

11. او یسوعه چې د یوستوس په نوم هم یادیږي، هم درته سلام وایي. د یهودي ایماندارانو څخه یوازې دا درې کسان دي چې د خدای د پاچاهۍ په کار کې زما ملګرتیا کوي او هغوی ماته ډېره تسلي راکړې ده.

12. اپفراس چې ستاسو له ډلې څخه دی او د عیسی مسیح خدمتګار دی، تاسو ته سلام وایي. هغه تل تاسو ته په شوق او د زړه له کومي دعاګانې کوي، ترڅو تاسو د بالغو خلکو په توګه په ایمان کې ټینګ ودرېږئ او په کامله توګه د خدای په ارادې پوه شئ.

13. نو زه شاهدي ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه او هیراپولیس کې دي، ډېر زحمتونه وېستلي دي.

14. زمونږ ګران ډاکتر لوقا او دیماس هم تاسو ته سلامونه وایي.

15. هغو خویندو او ورونو ته چې په لایودیکیه کې دي او نیمفاس او هغې کلیسا ته چې د هغې په کور کې ده، زما سلامونه ووایئ.

16. کله چې تاسو ته دا لیک ولوستل شي، نو بیا یې د لایودیکیه کلیسا ته هم ولېږئ چې هغوی ته هم ولوستل شي او تاسو ته دې هم هغه لیک چې د لایودیکیه کلیسا ته لیکل شوی دی، ولوستل شي.

17. ارخیپوس ته ووایئ: «پام کوه، کومه وظیفه چې تاته د څښتن د خدمت دپاره سپارل شوې ده، هغه سرته ورسوه.»

18. زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. په یاد مو وي چې زه لا تر اوسه په زندان کې یم. په تاسو دې د خدای فضل وي.

About کولسیانو ته Chapter 4

Read کولسیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: کولسیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading کولسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading کولسیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is کولسیانو ته Chapter 4?

کولسیانو ته Chapter 4 is part of the Book of کولسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete کولسیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from کولسیانو-ته

  1. کولسیانو ته Chapter 3
  2. کولسیانو ته Chapter 2
  3. کولسیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. اول پطروس Chapter 2
  2. مکاشفه Chapter 19
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13
  5. متی Chapter 13
  6. مرقس Chapter 8
  7. اول پطروس Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. ملاکي Chapter 4
  2. متلونه Chapter 20
  3. ایوب Chapter 35
  4. مکاشفه Chapter 8
  5. متلونه Chapter 28
  6. عزرا Chapter 8
  7. دوهم تیموتاوس Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *