کولسیانو ته Chapter 3

For English

Read کولسیانو ته Chapter 3 Online

Read کولسیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of کولسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

کولسیانو ته 3

فصل 3

1. نو څنګه چې تاسو د مسیح سره راپورته شوي یئ، بیا د هغو شیانو په لټه کې اوسئ چې په اسمان کې دي، یعنې په هغه ځای کې چې مسیح د خدای ښي لاس ته ناست دی.

2. د هغو شیانو په هکله فکر کوئ چې په اسمان کې دي، نه د هغو شیانو په هکله چې په دنیا کې دي،

3. ځکه چې تاسو مړه شوي یئ او ستاسو ژوند د مسیح سره په خدای کې پټ دی.

4. کله چې مسیح چې ستاسو ژوندون دی، راښکاره شي، نو تاسو به هم د هغه سره په جلال کې ښکاره شئ.

5. نو له دې امله دنیاوي غوښتنې لکه جنسي بد اخلاقي، ناپاکي، شهوت پرستي، بدې غوښتنې او حرص چې بت پرستي ده، په خپل ځان کې له منځه یوسئ.

6. د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي.

7. تاسو هم په خپل تېر ژوند کې په همدې لارو تللئ.

8. خو اوس تاسو باید د هر ډول قهر، غضب او بدۍ نه لاس واخلئ او تهمت او بدې خبرې دې ستاسو د خولې نه راونه وځي.

9. یو بل ته دروغ مه وایئ، ځکه چې تاسو خپل زوړ فطرت او د هغه ټول بد عملونه د خپل وجود نه لېرې کړي دي.

10. تاسو د نوي فطرت لباس اغوستی دی او نور هم زیات د خپل خالق په شان شوي یئ چې هغه ښه وپېژنئ.

11. نو بیا د غیریهودي او یهودي، سنت شوي او ناسنته، وروسته پاتې او وحشي، غلام او ازاد ترمنځ فرق نشته، بلکې مسیح هرڅه دی او په مونږ ټولو کې دی.

12. نو بیا تاسو چې د خدای غوره شوي یئ، سپېڅلي او په خدای باندې ګران یئ، نو د زړه سواندۍ، مهربانۍ، عاجزۍ، نرمۍ او صبر کالي واغوندئ.

13. یو بل وزغمئ او که چېرې د یو بل نه کومه ګیله او شکایت لرئ، یو بل وبخښئ، لکه څنګه چې څښتن تاسو بخښلي یئ نو همداسې تاسو یو بل وبخښئ.

14. د ټولو نه مهمه دا ده چې یو بل سره ډېره مینه وکړئ، ځکه چې مینه هرڅه په پوره یووالي کې یو د بل سره یوځای کوي.

15. نو پرېږدئ چې هغه سوله او سلامتي چې د مسیح له خوا راځي، ستاسو په زړونو حکومت وکړي، ځکه تاسو هر یو د مسیح د بدن غړي یئ او په دې خاطر غوره شوي یئ ترڅو یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړئ او شکرګزاره اوسئ.

16. پرېږدئ چې د مسیح کلام په پوره توګه په تاسو کې اوسي. په ټول حکمت سره یو بل ته تعلیم او نصیحت وکړئ او د زړه له کومې خپلو زړونو کې په شکرګزارۍ سره خدای ته زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې ووایئ.

17. تاسو چې هرڅه کوئ، که هغه خبرې وي یا کوم کار وي، نو هرڅه د څښتن عیسی په نوم کوئ او د هغه په وسیله د پلار خدای شکر وباسئ.

18. ای ښځو، د خپلو مېړونو تابعدارې اوسئ، ځکه چې د څښتن د پیروانو په توګه دا کار تاسو ته مناسب دی.

19. ای مېړونو، د خپلو ښځو سره مینه کوئ او د هغوی سره بد چلند مه کوئ.

20. ای اولادونو، په هر کار کې د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې په دې څښتن خوشحالیږي.

21. ای پلرونو، د خپلو اولادونو قهر مه راپاروئ، هسې نه چې زړونه یې تور شي.

22. ای غلامانو، په هرڅه کې د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، یوازې هغه وخت نه چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د زړه د اخلاصه او د خدای له وېرې د هغوی تابعداري کوئ.

23. تاسو چې هر کار کوئ هغه د زړه له کومي وکړئ، لکه څنګه چې تاسو یې د څښتن دپاره کوئ، نه د انسان دپاره.

24. ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن به د دې په اجر کې تاسو ته میراث درکړي او په دې خاطر تاسو د څښتن مسیح خدمت کوئ.

25. نو بدکاره به د خپلې بدۍ سزا وویني، ځکه چې خدای د هېچا طرفداري نه کوي.

About کولسیانو ته Chapter 3

Read کولسیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: کولسیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading کولسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading کولسیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is کولسیانو ته Chapter 3?

کولسیانو ته Chapter 3 is part of the Book of کولسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete کولسیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from کولسیانو-ته

  1. کولسیانو ته Chapter 4
  2. کولسیانو ته Chapter 2
  3. کولسیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 28
  2. رومیانو ته Chapter 10
  3. یوحنا Chapter 8
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
  6. اول تیموتاوس Chapter 2
  7. متی Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. اول پادشاهان Chapter 17
  2. پیدایښت Chapter 40
  3. پیدایښت Chapter 13
  4. متی Chapter 5
  5. غلاطیانو ته Chapter 3
  6. زبور Chapter 66
  7. اعمال رسولان Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *