یشوع Chapter 4

For English

Read یشوع Chapter 4 Online

Read یشوع Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یشوع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یشوع 4

فصل 4

1. کله چې ټول قوم د اردن له سیند څخه تېر شو، څښتن یوشع ته وویل:

2. <د اسراییلو د قوم څخه دولس تنه وټاکه یعنې د هرې قبیلې څخه یو یو نفر

3. او هغوی ته حکم وکړه چې د اردن د سیند له منځ څخه یعنې له هماغه ځای څخه چېرته چې کاهنان ولاړ وو دولس تیږې راواخلي. هغوی ته ووایه چې دا تیږې له ځانه سره یوسي او په هغه ځای کې یې کېږدي چېرته چې تاسو نن شپه خېمې ودروئ.>

4. نو یوشع هغه دولس نفره کوم چې هغه غوره کړي وو، راوغوښتل

5. او هغوی ته یې وویل: <د اردن د سیند منځ ته هغه ځای ته چې د لوظ صندوق په کې دی لاړ شئ. تاسو هر یو د اسراییلو د قبیلو د شمېر په مطابق یوه یوه تیږه واخلئ او په خپلو اوږو باندې یې کېږدئ.

6. دا تیږې به خلکو ته هغه کارونه ورپه یادوي کوم چې څښتن کړي دي. په راتلونکي کې کله چې ستاسو اولادونه درڅخه پوښتنه وکړي چې دا تیږې ستاسو دپاره څه معنیٰ لري؟

7. تاسو به هغوی ته وایئ کله چې د څښتن د لوظ صندوق د اردن د سیند څخه تېرېده د سیند اوبه ودرېدلې. دا تیږې به همېشه د اسراییلو قوم ته دا خبره ورپه یادوي چې دلته څه پېښ شول.>

8. هغو نفرو د یوشع حکمونه په ځای کړل. څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، هغوی د اردن د سیند له منځ څخه دولس تیږې راواخیستې یعنې د اسراییلو د هرې قبیلې دپاره یوه تیږه وه. هغوی دا تیږې د خېمو د ودرولو ځای ته یوړې او هلته یې کېښودې.

9. یوشع د اردن د سیند په منځ کې چېرته چې د لوظ د صندوق وړونکي کاهنان ولاړ وو هم دولس تیږې ودرولې. (هغه تیږې تر اوسه پورې هلته دي.)

10. کاهنان تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې ولاړ پاتې شول ترڅو چې قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په یوشع باندې د هغو حکم کړی ؤ. دا هغه څه وو چې موسیٰ هم مخکې یوشع ته حکم کړی ؤ.نو قوم په بیړه د اردن له سیند څخه تېر شو.

11. کله چې هغوی ټول بلې غاړې ته پورې وتل، کاهنان د څښتن د لوظ د صندوق سره د قوم په مخ کې پورې وتل.

12. د روبین او جاد د قبیلو او د منسي د نیمې قبیلې نفر د جګړې دپاره تیار وو او لکه څنګه چې موسیٰ هغوی ته ویلي وو، هغوی د پاتې قوم په مخ کې پورې وتل.

13. تقریباً څلوېښت زره نفر د جګړې دپاره تیار وو او هغوی د څښتن په حضور کې هغه ډاګ ته چې اریحا ته نژدې ؤ، ورتېر شول.

14. په هغه ورځ څښتن یوشع د ټولو اسراییلو په نظر کې سرلوړی کړ. ترڅو پورې چې هغه ژوندی ؤ هغوی د هغه احترام کاوه لکه څنګه چې هغوی د موسیٰ احترام کاوه.

15. بیا څښتن یوشع ته وویل

16. چې په هغو کاهنانو باندې چې د لوظ صندوق انتقالوي امر وکړي چې د اردن له سیند څخه راووزي.

17. یوشع هماغسې وکړل

18. او کله چې کاهنان د سیند غاړې ته ورسېدل نو سمدلاسه د سیند اوبو بېرته په بهېدلو شروع وکړه او د سیلاب په شان بیا د سیند له غاړو څخه پورته شولې.

19. د اولې میاشتې په لسمه ورځ قوم د اردن له سیند څخه تېر شو او په جلجال کې یې چې د اریحا ختیځې خواته پروت ؤ خېمې ودرولې.

20. یوشع په جلجال کې هغه دولس تیږې ودرولې کومې چې هغوی د اردن له سیند څخه راویستلې وې.

21. هغه د اسراییلو خلکو ته وویل: <په راتلونکي کې کله چې ستاسو اولادونه ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې دا تیږې څه معنیٰ لري؟

22. تاسو به هغوی ته د هغه وخت په باره کې ووایئ چې اسراییلیان د اردن په سیند کې په وچه ځمکه باندې پورې وتل.

23. هغوی ته ووایئ چې زمونږ څښتن خدای زمونږ په خاطر د اردن د سیند اوبه وچې کړې ترڅو مونږ ورڅخه تېر شو، لکه څنګه چې هغه زمونږ دپاره د سرې بحیرې اوبه وچې کړې وې.

24. هغه دا کارونه ځکه وکړل چې د ځمکې په مخ ټول قومونه پوه شي چې د څښتن قدرت څومره زیات دی او تاسو به د تل دپاره د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ.>

About یشوع Chapter 4

Read یشوع Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یشوع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یشوع
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یشوع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یشوع Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یشوع Chapter 4?

یشوع Chapter 4 is part of the Book of یشوع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یشوع Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from یشوع

  1. یشوع Chapter 3
  2. یشوع Chapter 9
  3. یشوع Chapter 19
  4. یشوع Chapter 8
  5. یشوع Chapter 1
  6. یشوع Chapter 4
  7. یشوع Chapter 24

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 12
  2. تثنیه Chapter 16
  3. حزقیال Chapter 47
  4. اشعیا Chapter 27
  5. یشوع Chapter 3
  6. اشعیا Chapter 64
  7. اشعیا Chapter 49
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *