اول یوحنا Chapter 2

For English

Read اول یوحنا Chapter 2 Online

Read اول یوحنا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول یوحنا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول یوحنا 2

فصل 2

1. ای زما ګرانو بچیانو، زه دا خبرې د دې دپاره تاسو ته لیکم چې تاسو ګناه ونه کړئ. خو که چېرې څوک ګناه وکړي، نو د پلار سره زمونږ یو څوک شته چې زمونږ شفاعت به کوي، یعنې عیسی مسیح چې عادل دی.

2. هغه په خپله زمونږ د ګناهونو کفاره کوونکی دی، یوازې زمونږ د ګناهونو دپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ګناهونو دپاره.

3. که چېرې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو نو ډاډه یو چې هغه پېژنو.

4. که چېرې څوک وایي چې زه هغه پېژنم، خو د هغه په حکمونو باندې عمل نه کوي نو هغه دروغجن دی او هېڅ رښتیا په هغه کې نشته.

5. خو که څوک د هغه په کلام باندې عمل کوي نو د هغه په زړه کې په رښتیا سره د خدای دپاره مینه کامله شوې ده. نو په دې ډول کولای شو په دې ډاډه شو چې مونږ د خدای سره ملګرتیا لرو.

6. که چېرې څوک ووایي چې هغه د خدای سره په شراکت کې اوسیږي، نو باید داسې ژوند وکړي لکه څنګه چې عیسی کاوه.

7. ګرانو دوستانو، زه تاسو ته کوم نوی حکم نه لیکم بلکې دا زوړ حکم دی، یعنې هغه حکم چې د پیل نه تاسو ته درکړل شوی دی. دا زوړ حکم هماغه پیغام دی چې پخوا مو اورېدلی دی.

8. خو بیاهم زه تاسو ته یو نوی حکم لیکم او د هغه رښتینولي هم په مسیح او هم په تاسو کې لیدل کیږي. ځکه چې تیاره ورکیږي او حقیقي رڼا د ځلېدلو په حال کې ده.

9. که څوک دا دعوه کوي چې هغه په رڼا کې ژوند تېروي خو د خپل ورور نه کرکه کوي نو هغه لا تر اوسه په تیاره کې دی.

10. که څوک د خپل ورور سره مینه کوي، نو هغه په رڼا کې اوسیږي او د ګناه سبب به نه شي.

11. خو که څوک د ورونو نه کرکه کوي نو هغه به په تیاره کې ژوند کوي او په تیاره کې به روان وي او په دې به نه پوهیږي چې چېرته روان دی، ځکه چې تیارې د هغه سترګې ړندې کړي دي.

12. ای ګرانو بچیانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسیح د نوم په خاطر بخښل شوي دي.

13. ای پلرونو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.ای ځوانانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.

14. ای ګرانو بچیانو، تاسو ته مې ولیکل، ځکه چې تاسو پلار پېژنئ.ای پلرونو، تاسو ته مې ولیکل ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.ای ځوانانو، ما تاسو ته ولیکل، ځکه چې تاسو قوي یئ او د خدای کلام په تاسو کې اوسیږي او تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.

15. د نړۍ او هغو شیانو سره چې په نړۍ کې دي مینه مه کوئ، ځکه څوک چې د نړۍ سره مینه کوي په هغه کې د پلار خدای دپاره مینه نشته.

16. ځکه چې هر هغه څه چې په نړۍ کې دي یعنې نفساني خواهشات، د سترګو شوق او هرڅه چې خلک ورباندې غرور کوي، هغه د پلار له خوا نه بلکې د دې نړۍ شیان دي.

17. دنیاوي خواهشات تېرېدونکي دي، خو څوک چې د خدای رضا پوره کوي هغه به تل ترتله ژوندی وي.

18. ګرانو بچیانو، دا اخرنی وخت دی. تاسو اورېدلي وو چې د مسیح دښمن راروان دی او اوس د مسیح ډېر دښمنان راښکاره شوي دي، نو له دې امله مونږ پوهېږو چې دا اخرنی وخت دی.

19. دا خلک زمونږ سره نه وو، نو ځکه هغوی زمونږ نه لاړل. که هغوی زمونږ وای نو زمونږ سره به پاتې شوي وای. خو کله چې هغوی لاړل نو معلومه شوه چې هغوی په رښتیا سره زمونږ نه وو.

20. خو د خدای سپېڅلی تاسو ته روح القدس درکړی دی، نو له همدې امله تاسو ټولو ته حقیقت معلوم دی.

21. نو دا مې تاسو ته له دې امله نه دي لیکلي چې د حقیقت څخه بې خبره یئ، بلکې دا چې تاسو ورباندې خبر یئ او همدارنګه تاسو پوهېږئ چې دروغ هېڅکله هم د رښتیا څخه نه راپیدا کیږي.

22. نو بیا هغه دروغجن څوک دی؟ دا هغه څوک دی چې وایي چې عیسی هماغه مسیح نه دی. دا سړی د مسیح دښمن دی ځکه چې هغه پلار او زوی دواړو نه مني.

23. څوک چې زوی نه مني نو پلار هم نه مني او څوک چې زوی ومني نو پلار یې هم منلی دی.

24. نو ګورئ، تاسو چې له پیل نه کوم څه اورېدلي دي هغه په خپلو زړونو کې وساتئ. که داسې وکړئ نو تاسو به هم د زوی او پلار سره په شراکت کې واوسېږئ.

25. او دا هغه څه دي چې خپله مسیح وعده کړې ده چې مونږ ته به تلپاتې ژوندون راکوي.

26. زه دا شیان د هغو خلکو په هکله تاسو ته لیکم چې غواړي تاسو بې لارې کړي.

27. خو مسیح تاسو ته روح القدس درکړی دی او هغه په تاسو کې اوسیږي، نو تاسو اړتیا نه لرئ چې کوم څوک درته تعلیم درکړي. ځکه چې روح القدس تاسو ته د ټولو شیانو په هکله تعلیم درکوي او د هغه تعلیم حقیقي تعلیم دی او دروغ په کې نشته. نو لکه څنګه چې هغه درته تعلیم درکړی دی د هغه سره په شراکت کې واوسېږئ.

28. هو، ای ګرانو بچیانو! د هغه سره په شراکت کې اوسئ چې کله هغه راښکاره شي نو مونږ به ډاډه اوسو او د هغه په راتللو سره به د هغه په حضور کې ونه شرمېږو.

29. څرنګه چې تاسو په دې پوه شوي یئ چې مسیح عادل دی نو باید ډاډه اوسئ چې هرڅوک چې عدالت کوي هغه د خدای روحاني اولاد دی.

About اول یوحنا Chapter 2

Read اول یوحنا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول یوحنا
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول یوحنا Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول یوحنا Chapter 2?

اول یوحنا Chapter 2 is part of the Book of اول یوحنا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول یوحنا Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-یوحنا

  1. اول یوحنا Chapter 5
  2. اول یوحنا Chapter 4
  3. اول یوحنا Chapter 1
  4. اول یوحنا Chapter 3
  5. اول یوحنا Chapter 5
  6. اول یوحنا Chapter 4
  7. اول یوحنا Chapter 3

Explore More from نوی عهد

  1. یعقوب Chapter 5
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 8
  3. اعمال رسولان Chapter 13
  4. مرقس Chapter 15
  5. متی Chapter 24
  6. اعمال رسولان Chapter 15
  7. لوقا Chapter 13

Related Chapters & Readings

  1. مکاشفه Chapter 6
  2. زبور Chapter 76
  3. اشعیا Chapter 8
  4. پیدایښت Chapter 22
  5. حزقیال Chapter 16
  6. زبور Chapter 63
  7. عبرانیانو ته Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *