Read دوهم یوحنا Chapter 1 Online
Read دوهم یوحنا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم یوحنا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم یوحنا 1
فصل 1
1. د ایماندارانو د مشر له خوا د خدای غوره شوې میرمنې او د هغې اولادونو ته چې په رښتیا راباندې ګرانه ده، یوازې په ما باندې نه، بلکې په هغو ټولو باندې چې د حقیقت څخه خبر دي،
2. د هغه حقیقت په خاطر چې په مونږ کې دی او تل ترتله به زمونږ سره وي.
3. د پلار خدای او د هغه زوی عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په مونږ باندې، ترڅو دا ټول په مونږ کې چې په حقیقت کې اوسېږو او یو د بل سره مینه کوو پاتې وي.
4. کله چې ما واورېدل چې ستا ځینې اولادونه لکه څنګه چې پلار مونږ ته حکم کړی دی په رښتینې لار روان دي، نو ډېر خوشحاله شوم.
5. اوس ای ګرانې میرمنې! زه ستاسو نه یوه غوښتنه کوم چې د خدای خلک باید د یو د بل سره مینه وکړي. داسې فکر مه کوه چې زه تاته کوم نوی حکم لیکم بلکې دا هماغه حکم دی چې له پیل نه مونږ ته راکړل شوی ؤ.
6. دا مینه داسې ده چې مونږ باید د خدای په حکمونو باندې عمل وکړو. دا هماغه حکم دی چې تاسو له پیل نه اورېدلی دی او هغه حکم دا دی چې تاسو باید په مینه کې ژوند وکړئ.
7. ډېر غولوونکي په نړۍ کې خواره شوي دي چې دا نه مني چې عیسی د انسان په جسم نړۍ ته راغلی دی. داسې خلک غولوونکې دي او د مسیح دښمنان دي.
8. خبردار اوسئ چې مونږ د کوم څه دپاره خواري کړې ده چې هغه لاسته راوړو، هغه برباد نه شي بلکې خپل پوره اجر تر لاسه کړو.
9. هرڅوک چې د مسیح په تعلیم باندې ټینګ پاتې نه شي او د هغه نه وګرځي، نو خدای د هغه سره مل نه دی. خو که چېرې څوک د هغه په تعلیم باندې ټینګ ولاړ وي نو د هغه سره به پلار او زوی دواړه مل وي.
10. که چېرې کوم څوک تاسو ته راشي او هغه تعلیم درنه کړي چې مسیح درته درکړی ؤ، هغه په خپل کور کې د مېلمه په توګه قبول نه کړئ او تر دې چې سلام هم ورته ونه وایئ.
11. ځکه چې هرڅوک چې هغه ته سلام ووایي نو هغه د هغه په بدو کارونو کې شریک دی.
12. زما سره ډېرې خبرې شته چې غواړم تاسو ته یې ولیکم، خو زه نه غواړم چې هغه تاسو ته په قلم او کاغذ باندې ولیکم. زه په دې هیله یم چې راشم او تاسو ووینم او مخامخ درسره خبرې وکړم ترڅو زمونږ خوشحالي پوره شي.
13. ستا د غوره شوې خور بچیان درته سلام وایي.
About دوهم یوحنا Chapter 1
Read دوهم یوحنا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم یوحنا
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم یوحنا Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم یوحنا Chapter 1?
دوهم یوحنا Chapter 1 is part of the Book of دوهم یوحنا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم یوحنا Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم یوحنا
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 20
- اعمال رسولان Chapter 5
- رومیانو ته Chapter 16
- اعمال رسولان Chapter 14
- مرقس Chapter 15
- متی Chapter 28
- متی Chapter 13