میکاه Chapter 7

For English

Read میکاه Chapter 7 Online

Read میکاه Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of میکاه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

میکاه 7

فصل 7

1. زۀ څومره بدبخته يم، زۀ د هغه مېوه راټولونکى په شان يم چې د فصل د راټولولو نه وروستو د خوړلو دپاره هيڅ څيز پېدا نۀ کړى. نۀ د انګورو يوه غنچه د انګورو په باغ کښې او نۀ د اينځر يو تازه دانه چې خپله لوږه ورباندې ماته کړى.

2. مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.

3. د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.

4. د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے.

5. په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.

6. ځکه چې نن سبا زوئ د پلار بې‌احترامى کوى، او لور د خپلې مور خلاف راپاڅى، اِنږور د خپلې خواښې مخالفت کوى. او د سړى دشمنان به د هغۀ د خپل کور خلق وى.

7. خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.

8. ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.

9. ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.

10. بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.

11. ستا د دېوالونو جوړولو دپاره ورځ به راشى، په هغه ورځ به ستا سرحدونه لوئ شى.

12. د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې.

13. زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.

14. اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.

15. بيا مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغه ورځو په شان کله چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، زۀ به هغوئ ته خپلې معجزې وښايم.“

16. قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.

17. هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى.

18. ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.

19. تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.

20. او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.

About میکاه Chapter 7

Read میکاه Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: میکاه
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading میکاه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading میکاه Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is میکاه Chapter 7?

میکاه Chapter 7 is part of the Book of میکاه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete میکاه Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from میکاه

  1. میکاه Chapter 4
  2. میکاه Chapter 6
  3. میکاه Chapter 5
  4. میکاه Chapter 1
  5. میکاه Chapter 2
  6. میکاه Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 27
  2. دوهم سموئیل Chapter 21
  3. دوهم تواریخ Chapter 26
  4. حزقیال Chapter 23
  5. اول پادشاهان Chapter 10
  6. ایوب Chapter 39
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *