میکاه Chapter 4

For English

Read میکاه Chapter 4 Online

Read میکاه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of میکاه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

میکاه 4

فصل 4

1. په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.

2. ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.

3. هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.

4. هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى.

5. هر يو قوم به د خپلو معبودانو په نوم روان وى، خو مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم د تل دپاره روان يُو.

6. ”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به ګوډيان راغونډ کړم، زۀ به جلاوطن شوى راجمع کړم او هغوئ چې ما ورته غم و درد رسولے وو.

7. زۀ به د ماتو ګوډو او د هغوئ نه څوک چې جلاوطن کړے شوى دى يوه ډله بچ کړم چې يو مضبوط قوم ترې جوړ کړم. زۀ مالِک خُدائ به په هغوئ د هغې ورځ نه واخله د تل دپاره د يروشلم نه حکومت کوم.“

8. او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.

9. تۀ اوس دومره په چغو ولې ژاړې، آيا ستا بادشاه نشته؟ آيا ستا مشيران مړۀ شوى دى، درد تۀ داسې ګېر کړے يې لکه چې ښځه د ماشوم د پېدا کېدو په درد کښې وى؟

10. اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به څپرکیل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.

11. نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بې‌عزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“

12. خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى.

13. پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.

About میکاه Chapter 4

Read میکاه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of میکاه in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: میکاه
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading میکاه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading میکاه Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is میکاه Chapter 4?

میکاه Chapter 4 is part of the Book of میکاه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete میکاه Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from میکاه

  1. میکاه Chapter 5
  2. میکاه Chapter 6
  3. میکاه Chapter 3
  4. میکاه Chapter 2
  5. میکاه Chapter 7
  6. میکاه Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. دوهم سموئیل Chapter 19
  2. اول تیموتاوس Chapter 1
  3. زکریا Chapter 3
  4. ارمیا Chapter 1
  5. ارمیا Chapter 38
  6. زبور Chapter 105
  7. تثنیه Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *