اول پادشاهان Chapter 12

For English

Read اول پادشاهان Chapter 12 Online

Read اول پادشاهان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اول پادشاهان 12

فصل 12

1. ارحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پادشاه کړي.

2. کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو.

3. خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل:

4. <ستاسو پلار سلیمان زمونږ سره ډېره سخته رویه کوله او دروند بار یې په مونږ باندې ایښی ؤ. که چېرې تاسو دا بار زمونږ څخه سپک کړئ او زمونږ دپاره ژوند آسانه کړئ، نو مونږ به ستاسو خدمت کوو.>

5. رحبعام په ځواب کې وویل: <ماته درې ورځې وخت راکړئ چې په دې هکله فکر وکړم. بیا بېرته راشئ، زه به تاسو ته ځواب ووایم.> نو هغوی لاړل.

6. وروسته بیا رحبعام د هغو سپین ږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه: <تاسو څنګه مشوره راکوئ چې دې خلکو ته څه ځواب ووایم؟>

7. هغوی ځواب ورکړ: <که چېرې تاسو نن د دې خلکو خدمتګار شئ، د هغوی خدمت وکړئ او هغوی ته داسې ځواب ورکړئ چې خوشاله شي، نو هغوی به تل ستاسو خدمتګاران وي.>

8. مګر رحبعام هغه مشوره چې سپین ږیرو ورته ورکړې وه د هغې پروا یې ونه ساتله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه.

9. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <ستاسو مشوره څه ده؟ دې خلکو ته چې ماته وایي: هغه بار چې ستاسو پلار زمونږ په اوږو ایښی دی له مونږه سپک کړه، څه ځواب ووایم؟>

10. هغو ځوانانو په ځواب کې وویل: <هغو خلکو ته داسې ځواب ورکړئ: زما کوچنۍ ګوته زما د پلار د ملا څخه پنډه ده.

11. زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.>

12. لکه څنګه چې رحبعام پادشاه ویلي وو درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل.

13. پادشاه د سپین ږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ.

14. هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل: <زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسې په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.>

15. نو په دې توګه پادشاه د خلکو خبره ونه منله، ځکه چې په دې کې د څښتن غوښتنه وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.

16. کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پادشاه د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: <مونږ باید د داود د کورنۍ سره وفادار پاتې نه شو. هغوی زمونږ دپاره څه کړي دي؟ ای د اسراییلو خلکو، ځئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو! پرېږدئ چې رحبعام په خپلو خلکو باندې پادشاهي وکړي.> نو اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل.

17. رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پادشاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل.

18. رحبعام پادشاه د بېګارۍ کارونو مسئول ادورام، اسراییلیانو ته واستاوه، مګر ټولو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد.

19. نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې یاغیتوب پیل کړ.

20. کله چې د اسراییلو خلکو واورېدل چې یروبعام د مصر څخه راستون شوی دی، هغه ته یې بلنه ورکړه چې د اسراییلو غونډې ته راشي. یروبعام د هغوی بلنه ومنله او هغه یې د خپل پادشاه په توګه غوره کړ. یوازې د یهودا قبیله د داود د کورنۍ سره وفاداره پاتې شوه.

21. کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېد، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یو ځل بیا تر خپل واک لاندې راولي.

22. مګر خدای شمعیه نبي ته وویل:

23. <د یهودا پادشاه یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو ټولو خلکو ته ووایه:

24. د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.> نو هغوی ټولو د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.

25. د اسراییلو پادشاه یروبعام د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شکیم ښار ښه ودان کړ او هلته په کې واوسېده. وروسته بیا له هغه ځای څخه لاړ او د فنوعیل ښارګوټی یې هم ښه ودان کړ.

26. ‏-

27. یروبعام په خپل زړه کې وویل: <ډېر امکان لري چې پادشاهي بېرته د داود د کورنۍ په لاس کې پرېوزي، ځکه کله چې خلک اورشلیم ته د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره د څښتن کور ته لاړ شي، ممکن چې هغوی رحبعام د یهودا پادشاه ته وفادار شي، ما ووژني او زما په ځای هغه خپل پادشاه وټاکي.>

28. د خپلو سلاکارانو څخه د مشورې اخیستلو وروسته پادشاه د سرو زرو دوه سخوندران جوړ کړل. قوم ته یې وویل: <دا ستاسو دپاره سخته ده چې د عبادت دپاره اورشلیم ته ځئ. ای اسراییلیانو! دغه سخوندران ستاسو خدایان دي چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ.>

29. هغه د سرو زرو یو سخوندر په بیت ئیل کې او بل یې په دان کې کېښود.

30. په دې کار سره قوم ګناه وکړه او هغوی به د سخوندرانو د عبادت دپاره حتیٰ تر دان پورې تلل.

31. یروبعام په غونډیو باندې د عبادت ځایونه جوړ کړل. هغه د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل، که څه هم هغوی لاویان نه وو.

32. هغه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د هغه اختر په شان چې په یهودا کې لمانځل کېده اختر جوړ کړ. په بیت ئیل کې به یې د قربانۍ په ځای هغو سخوندرانو ته چې ده جوړ کړي وو قربانۍ وړاندې کولې. همدارنګه هغه په بیت ئیل کې د هغو عبادت ځایونو دپاره چې یې جوړ کړي وو کاهنان وټاکل.

33. په دې توګه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ، یعنې هغه میاشت چې یروبعام په خپله ټاکلې وه، هغه د اسراییلیانو دپاره د اختر دود پیل کړ او د قربانۍ په هغه ځای کې یې چې هغه په بیت ئیل کې جوړ کړی ؤ قربانۍ وړاندې کړې.

About اول پادشاهان Chapter 12

Read اول پادشاهان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 12?

اول پادشاهان Chapter 12 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. اول پادشاهان Chapter 14
  6. اول پادشاهان Chapter 7
  7. اول پادشاهان Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 48
  2. ارمیا Chapter 10
  3. زکریا Chapter 12
  4. حزقیال Chapter 34
  5. زبور Chapter 150
  6. ارمیا Chapter 14
  7. خروج Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 58
  2. اشعیا Chapter 9
  3. اول سموئیل Chapter 16
  4. قاضیان Chapter 14
  5. زبور Chapter 84
  6. لوقا Chapter 21
  7. زکریا Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *