Read اول پادشاهان Chapter 11 Online
Read اول پادشاهان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پادشاهان 11
فصل 11
1. سلیمان د ډېرو بهرنیو ښځو سره مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل.
2. څښتن امر کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو په لور راواړوي. خو بیاهم سلیمان د هغوی په مینه کې ډوب شو او د هغوی سره یې ودونه وکړل.
3. سلیمان د اووه سوه شاهزادګیو سره ودونه وکړل او همدارنګه هغه درې سوه وینځې لرلې. هغه خپلو ښځو بې لارې کړ.
4. کله چې سلیمان زوړ شو د هغه ښځو هغه د پردیو خدایانو عبادت ته واړاوه. هغه خپل څښتن خدای ته وفادار نه ؤ لکه څنګه چې د هغه پلار داود وفادار ؤ.
5. هغه د صیدون د بت عشتاروت او د عمون د کرکې وړ بت مولک عبادت وکړ.
6. نو سلیمان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د څښتن څخه په بشپړه توګه پیروي ونه کړه لکه څنګه چې د هغه پلار داود کړې وه.
7. سلیمان په هغه غره باندې چې د اورشلیم په ختیځ کې ؤ، د موآب د کرکې وړ بت کموش دپاره او د عمونیانو د کرکې وړ بت مولک دپاره د عبادت ځای جوړ کړ.
8. همدارنګه سلیمان هغه عبادت ځایونه هم جوړ کړل چې هلته به د هغه ټولو بهرنیو ښځو خوشبویي سوزولې او خپلو خدایانو ته به یې قربانۍ وړاندې کولې.
9. -
10. که څه هم څښتن د اسراییلو خدای دوه ځلې سلیمان ته ورښکاره شوی ؤ او هغه ته یې حکم کړی ؤ چې د پردیو خدایانو عبادت دې نه کوي، خو بیاهم سلیمان د څښتن اطاعت ونه کړ او د هغه څخه یې پیروي ونه کړه. نو څښتن سلیمان ته په قهر شو
11. او ورته یې وویل: <څرنګه چې تا قصداً هغه لوظ چې دې زما سره کړی ؤ مات کړ او زما قوانین او حکمونه دې عملي نه کړل، په دې خاطر په رښتیا سره ستا څخه پادشاهي اخلم او ستا یو نوکر ته به یې ورکړم.
12. خو بیا به هم زه دا کار ستا د پلار داود په خاطر ستا په ژوندانه کې ونه کړم، بلکه ستا د زوی د پادشاهۍ په وخت کې به یې وکړم.
13. خو زه به ټوله پادشاهي د هغه څخه وانخلم، بلکه هغه ته به یوه قبیله زما د خدمتګار داود په خاطر او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې غوره کړی دی ورکړم.>
14. نو څښتن د سلیمان په ضد یو دښمن راپورته کړ، یعنې ادومي حداد چې د ادوم د شاهي کورنۍ څخه ؤ.
15. -
16. ډېر پخوا، کله چې داود د ادوم سره جګړه کوله، د هغه د لښکرو قوماندان یوآب د مړو د ښخولو دپاره هغه ځای ته لاړ. هغه د خپلو نفرو سره شپږ میاشتې په ادوم کې پاتې شو او په هغه وخت کې هغوی د ادوم ټول نارینه ووژل،
17. پرته له حداد او د هغه د پلار د ځینو ادومي خدمتګارانو څخه، چې مصر ته وتښتېدل. (په هغه وخت کې حداد هلک ؤ.)
18. هغوی د مدیان څخه روان شول او فاران ته لاړل. د فاران څخه یې د ځان سره نفر واخیستل او په مصر کې فرعون پادشاه ته ورغلل. هغه حداد ته کور او ځمکه ورکړه او خواړه یې ورته تیارول.
19. فرعون د حداد څخه دومره خوشاله ؤ چې هغه ورته د خپلې ښځې خور یعنې د ملکې تحفنیس خور ورکړه.
20. هغې حداد ته زوی وزېږاوه چې ګنوبت نومېده او تحفنیس په شاهي ماڼۍ کې د هغه روزنه کوله. ګنوبت هلته د فرعون د زامنو سره اوسېده.
21. کله چې په مصر کې حداد ته خبر ورسېد چې داود او د هغه د لښکرو قوماندان یوآب مړه شوي دي، نو حداد فرعون ته وویل: <اجازه راکړئ چې بېرته خپل وطن ته لاړ شم.>
22. فرعون پوښتنه وکړه: <څه شی دې کم دي چې ته غواړې بېرته خپل وطن ته لاړ شې؟>حداد ځواب ورکړ: <هیڅ. مګر ماته اجازه راکړئ چې لاړ شم!>
23. خدای د سلیمان په مقابل کې یو بل دښمن هم، یعنې رزون د الیداع زوی راپورته کړ چې هغه د خپل بادار، هدد عزر څخه چې د صوبې پادشاه ؤ، تښتېدلی ؤ.
24. هغه خپل شاوخوا ته یو څو نفره راټول کړل او د یاغیانو د ډلې مشر شو. دا په هغه وخت کې وشو چې داود د صوبې ځواکونه له منځه یوړل. یاغیان دمشق ته لاړل، هلته هغوی ځای په ځای شول او د هغه ځای کنترول یې په لاس کې ونیوه.
25. برسېره پر هغې نارامۍ چې د حداد له خوا راپیدا کېدله، رزون هم د سلیمان د ژوند تر پایه د اسراییلو دښمن ؤ. رزون په سوریې باندې پادشاهي کوله او د اسراییلو څخه یې کرکه کوله.
26. همدارنګه د نباط زوی یروبعام هم د پادشاه په مقابل کې یاغي شو. هغه د افرایم د صریده او د سلیمان د مامورانو څخه ؤ. د هغه مور صروعه نومېدله او کونډه وه.
27. دا هغه قصه ده چې څنګه هغه د پادشاه په مقابل کې یاغي شو.سلیمان د خپل پلار داود د ښار د دېوال سوری جوړاوه او د ختیځې خوا ځمکه یې ډکوله.
28. یروبعام یو تکړه ځوان ؤ او کله چې سلیمان متوجه شو چې هغه څومره سخت کار کوي، نو هغه یې د منسي او افرایم د قبیلو د ټولو مزدورانو مسئول وټاکه.
29. یوه ورځ چې یروبعام د اورشلیم څخه بیرون روان ؤ، اخیا نبي چې د شیلوه څخه ؤ او نوې چپنه یې اغوستې وه په لاره کې د هغه سره مخامخ شو. هغوی دواړه په سارا کې یوازې وو.
30. اخیا خپله نوې چپنه وویستله، هغه یې وشکوله او دولس ټوټې یې کړه.
31. بیا یې یروبعام ته وویل: <لس ټوټې خپل ځان ته واخله، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای درته وایي: ګوره، په دې نژدې وخت کې به زه د سلیمان څخه پادشاهي واخلم او لس قبیلې به تاته درکړم.
32. مګر د خپل خدمتګار داود او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه غوره کړی دی، سلیمان ته به یوه قبیله پرېږدم.
33. زه ځکه دا کار کوم چې سلیمان او د اسراییلو خلکو زه پرېښودم او د پردیو خدایانو، یعنې د صیدونیانو د بت عشتاروت، د موآبیانو د بت کموش او د عمونیانو د بت مولک عبادت کوي. هغوی زما د امر سرغړونه کړې ده، هغوی ګناه کړې ده او زما د قوانینو او حکمونو څخه یې پیروي نه ده کړې لکه څنګه چې د سلیمان پلار داود کوله.
34. مګر زه به د سلیمان څخه ټوله پادشاهي وانخلم. د خپل خدمتګار داود په خاطر چې ما غوره کړی ؤ او زما حکمونه او قوانین یې عملي کړي وو هغه به پرېږدم چې د خپل مرګ تر وخته پورې پادشاه وي.
35. د سلیمان د زوی څخه به پادشاهي واخلم او تاته به لس قبیلې درکړم.
36. خو زه به یوه قبیله د هغه زوی ته پرېږدم، ترڅو زما د خدمتګار داود څراغ په اورشلیم کې، په هغه ښار کې چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی تل روښانه پاتې شي.
37. ای یروبعامه! زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په هغې ټولې سیمې باندې به پادشاهي وکړې چې ته یې غواړې.
38. که چېرې په کامل ډول زما اطاعت وکړې، زما د قوانینو په مطابق ژوند وکړې، زما حکم سرته ورسوې او هغه کار وکړې چې زما په نظر ښه دی لکه څنګه چې زما خدمتګار داود کول، نو زه به تل ستا سره یم. زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په یقین سره به داسې وکړم لکه څنګه چې ما د داود دپاره وکړل، چې ستا اولاده به ستا څخه وروسته پادشاهي کوي.
39. زه به د سلیمان د ګناه له کبله د داود اولادې ته سزا ورکړم، مګر تر ابده پورې نه.>
40. په دې خاطر سلیمان هڅه وکړه چې یروبعام ووژني، مګر یروبعام د مصر پادشاه شیشق ته وتښتېد او د سلیمان تر مړینې پورې هلته پاتې شو.
41. د سلیمان د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې، دا چې هغه څه کړي دي او هغه حکمت چې هغه ښودلی ؤ، د سلیمان د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
42. سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي وکړه.
43. نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پادشاه شو.
About اول پادشاهان Chapter 11
Read اول پادشاهان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پادشاهان
Chapter: 11
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پادشاهان Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پادشاهان Chapter 11?
اول پادشاهان Chapter 11 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول پادشاهان
- اول پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 18
- اول پادشاهان Chapter 19
- اول پادشاهان Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 7
- اول پادشاهان Chapter 22
Explore More from زوړ عهد
- لاویان Chapter 5
- زبور Chapter 67
- زبور Chapter 116
- زبور Chapter 148
- پیدایښت Chapter 14
- پیدایښت Chapter 36
- خروج Chapter 5