Read اعمال رسولان Chapter 3 Online
Read اعمال رسولان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اعمال رسولان 3
فصل 3
1. یوه ورځ د ماسپښین درې بجې چې د عبادت وخت ؤ، پطروس او یوحنا د خدای کور ته تلل.
2. یو سړی چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ، د خدای د کور د هغې دروازې مخې ته چې د ښکلې دروازې په نوم یادېدله کښېناسته، ترڅو د خلکو څخه چې د خدای کور ته به ننوتل، خیرات وغواړي.
3. کله چې هغه شل سړي ولیدل چې پطروس او یوحنا د خدای کور ته ننوځي، نو د هغوی څخه یې خیرات وغوښت.
4. پطروس او یوحنا هغه ته په ځیر ځیر وکتل او پطروس ورته وویل: «مونږ ته وګوره.»
5. هغه شل سړي هغوی ته وکتل او تمه یې لرله چې د هغوی څخه به کوم څه تر لاسه کړي.
6. خو پطروس وویل: «زه سره زر یا سپین زر نه لرم، خو څه چې لرم هغه تاته درکوم. د ناصري عیسی مسیح په نوم امر کوم چې پاڅېږه او وګرځه.»
7. بیا پطروس هغه د ښي لاس څخه ونیوه او د هغه سره یې مرسته وکړه چې ویې دروي. سمدلاسه د هغه په پښو او د پښو په بندونو کې قوت پیدا شو.
8. بیا هغه زر پاڅېده او په خپلو پښو ودرېده او روان شو. بیا هغه سړی د هغوی سره د خدای کور ته ننوت، ګرځېده او ټوپونه یې وهل او د خدای ثنا یې ویله.
9. ټولو خلکو ولیدل چې هغه ګرځېده او د خدای ثنا یې ویله.
10. کله چې هغوی دا سړی وپېژانده چې دا هماغه سړی دی چې د خدای د کور د ښکلې دروازې په خوله کې به ناست ؤ او خیرات به یې غوښته، نو ټول هک حیران شول چې په هغه باندې څه وشول.
11. په داسې حال کې چې هغه سړي پطروس او یوحنا کلک نیولي وو، ټولو خلکو په حیرانتیا سره په هغه ځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، د هغوی خواته منډې وهلې.
12. کله چې پطروس خلک ولیدل، نو هغوی ته یې په وینا کې وویل: «ای د اسراییلو خلکو، تاسو ولې په دې کار حیران شوئ او ولې مونږ ته داسې ګورئ؟ تاسو فکر کوئ چې دا سړی مونږ په خپل قدرت او دیندارۍ سره جوړ کړ چې وګرځي؟
13. د ابراهیم، اسحاق، یعقوب یعنې زمونږ د نیکونو خدای خپل خدمتګار عیسی ته لویي ورکړې ده. خو تاسو هغه حاکمانو ته په لاس ورکړ او د پیلاتوس په حضور کې مو د هغه څخه انکار وکړ، که څه هم پیلاتوس پرېکړه کړې وه چې هغه ازاد کړي.
14. تاسو د هغه سپېڅلي او نېک سړي څخه انکار وکړ او د یو قاتل د خوشې کولو غوښتنه مو وکړه.
15. تاسو هغه څوک وواژه چې د ژوندون سرچینه ده، خو خدای هغه بېرته د مرګ څخه راژوندی کړ او مونږ د دې شاهدان یو.
16. دا د عیسی د نوم قدرت ؤ چې هغه شل سړي ته یې چې تاسو یې وینئ او پېژنئ، توان ورکړ. د عیسی په نوم او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره دا سړی بالکل روغ شو او تاسو یې وینئ.
17. اوس ای زما ورونو! زه پوهېږم چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ سره کړی دی.
18. خو خدای چې کومه پېشګويي د خپلو پیغمبرانو په وسیله کړې وه چې د خدای مسیح به تکلیفونه وزغمي، هغه یې پوره کړه.
19. نو توبه وباسئ او د خدای خواته راوګرځئ، ترڅو ستاسو ګناهونه وبخښل شي.
20. بیا به داسې وختونه راشي چې څښتن تاسو ته روحاني سکون درکړي. خدای به تاسو ته عیسی چې ستاسو دپاره ټاکل شوی مسیح دی، درولېږي.
21. لکه څنګه چې خدای د خپلو سپېڅلو پیغمبرانو په وسیله ډېر پخوا وعده کړې وه، عیسی باید تر هغه وخته پورې په اسمان کې پاتې شي، ترڅو ټول شیان بېرته جوړ شي.
22. ځکه چې موسی وویل: ‹ستاسو څښتن خدای به ستاسو د خپل قوم څخه زما په شان یو پیغمبر درولېږي. هغه چې هرڅه وایي تاسو به ورته غوږ نیسئ.
23. هرڅوک چې د هغه پیغمبر خبرو ته غوږ ونه نیسي او هغه ونه مني، نو هغه به د خدای د قوم څخه وویستل شي او له منځه به یووړل شي.›
24. سموییل او نورو ټولو پیغمبرانو چې د هغه څخه وروسته راغلي دي په دې هکله خبرې کړې وې چې په دې ورځو کې به څه وشي.
25. تاسو د پیغمبرانو وارثان یئ او په هغه لوظ کې شریک یئ چې خدای ستاسو د نیکونو سره کړی دی، لکه څنګه چې خدای ابراهیم ته وویل: ‹ستا د اولادې په وسیله به د نړۍ ټول خلک برکت ومومي.›
26. کله چې خدای خپل خدمتګار عیسی وټاکه، نو هغه یې اول تاسو ته درولېږه چې تاسو هر یو د خپلو بدو لارو څخه راواړوي او برکت درته درکړي.»
About اعمال رسولان Chapter 3
Read اعمال رسولان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اعمال رسولان
Chapter: 3
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اعمال رسولان Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اعمال رسولان Chapter 3?
اعمال رسولان Chapter 3 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اعمال-رسولان
- اعمال رسولان Chapter 16
- اعمال رسولان Chapter 15
- اعمال رسولان Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 28
- اعمال رسولان Chapter 14
- اعمال رسولان Chapter 13
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 18
- عبرانیانو ته Chapter 9
- کولسیانو ته Chapter 1
- اول قرنتیانو ته Chapter 11
- لوقا Chapter 17
- عبرانیانو ته Chapter 7
- عبرانیانو ته Chapter 11