Read استر Chapter 8 Online
Read استر Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
استر 8
فصل 8
1. اپه هماغه ورځ خشایار شاه د یهودیانو د دښمن یعنې هامان ټوله شتمني او جایداد ملکې استر ته ورکړ. استر پاچا ته وویل چې مردخای د هغې خپلوان دی. وروسته له دې مردخای ته اجازه وه چې د پاچا حضور ته ورشي.
2. پاچا خپله د مهر ګوته چې د هامان څخه یې بېرته اخیستې وه، راوویستله او مردخای ته یې ورکړه. بیا استر مردخای د هامان د شتمنۍ او جایداد مسوول وټاکه.
3. استر یوځل بیا د پاچا سره خبرې وکړې، د هغه پښو ته پرېوتله او ویې ژړل. استر هغه ته زاري وکړه چې د اجاجي هامان ناوړه پلان چې د یهودیانو په خلاف یې سنجولی ؤ، شنډ کړي.
4. نو کله چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د استر خواته وراوږده کړه، هغه راپاڅېدله او د پاچا په مخکې ودرېدله.
5. هغې وویل: «که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي او زما خیال او پروا ساتئ او زما سره مینه لرئ، نو مهرباني وکړئ یو فرمان خپور کړئ چې د حجاجي د همداتا د زوی هامان د هغو حکمونو د عملي کولو څخه دې مخنیوی وشي چې په ټوله امپراتورۍ کې یې د یهودیانو د له منځه وړلو دپاره ورکړي دي.
6. ځکه زه هغه مصیبت او بلا څنګه زغملای شم چې زما قوم او خپلوان زما په مخکې ووژل شي؟»
7. نو بیا خشایار شاه استر ملکې او یهودي مردخای ته وویل: «ګورئ، ما هامان په دې خاطر په دار وځړاوه چې د یهودیانو په خلاف یې دسیسه جوړه کړې وه او د هغه شتمني او جایداد مې استر ته ورکړ.
8. اوس تاسو کولای شئ چې په خپله خوښه یو بل فرمان د یهودیانو په خاطر د پاچا په نوم ولیکئ او د پاچا مهر ورباندې ولګوئ. ځکه هغه فرمان چې د پاچا په نوم لیکل شوی وي او د هغه مهر ورباندې لګېدلی وي هغه لغوه کېدای نه شي.»
9. نو بیا مردخای د درېمې میاشتې په درویشتمه ورځ چې د سیوان میاشت وه، د پاچا منشیان راوغوښتل او یهودیانو، د پاچا له خوا ټاکل شویو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او مامورینو او د هند نه تر ایتوپیا پورې د یوسلو اووه ویشتو ولایتونو چارواکو ته یې لیکونه ولیکل. هر ولایت ته یې د هغوی د خط او هر قوم ته د هغوی د ژبې سره سم او یهودیانو ته یې هم د هغوی د خط او ژبې سره سم لیکونه ولیکل.
10. مردخای د خشایار شاه په نوم لیکونه ولیکل او شاهي مهر یې ورباندې ولګاوه. لیکونه یې هغو اس سوارانو ته چې د پاچا په تېزو اسونو باندې سپاره وو، وسپارل.
11. د دې فرمان سره سم د پاچا له خوا یهودیانو دا اجازه درلودله چې په هر ښار کې د خپلې دفاع دپاره یوځای شي. که چېرې وسله وال کسان چې د هر قوم یا هر ولایت څخه وي او په یهودیانو، د هغوی په ښځو او د هغوی په ماشومانو حمله وکړي، هغوی حق لري چې خپل دښمنان ووژني او تباه یې کړي او مالونه یې لوټ کړي.
12. هغه ورځ چې د یهودیانو د ټول وژنې په خاطر د خشایار شاه په ټولو ولایتونو کې ټاکل شوې وه، هغه د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وه.
13. د فرمان متن باید د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو یهودیان په هغې ورځې د خپلو دښمنانو نه د بدل اخیستلو دپاره تیار اوسي.
14. قاصدان د پاچا په حکم په شاهي اسونو باندې سپاره شول او په ډېرې بیړې سره روان شول. دا فرمان د شوش په بالاحصار کې هم خپور شو.
15. مردخای چې شاهانه ابي او سپین رنګه کالي یې اغوستي وو، د سرو زرو لوی تاج یې په سر ؤ او د ښه کتان بانجاني چپنه یې اغوستې وه، د پاچا د حضور څخه لاړ. د شوش د ښار خلکو د خوشحالۍ چیغې وهلې.
16. د یهودیانو دپاره دا د خوشحالۍ او ارامۍ وخت ؤ او نورو خلکو د هغوی عزت کاوه.
17. هر ولایت، هر ښار او هر ځای ته به چې د پاچا فرمان ورسېده، هلته به د یهودیانو په منځ کې خوښي او خوشحالي وه، مېلې به یې کولې او جشنونه به یې نیول. د نورو قومونو ډېرو خلکو خپل ځانونه یهودیان اعلان کړل، ځکه چې هغوی د یهودیانو څخه وېرېدل.
About استر Chapter 8
Read استر Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: استر
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading استر Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is استر Chapter 8?
استر Chapter 8 is part of the Book of استر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete استر Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اَستر
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 3
- پیدایښت Chapter 14
- دوهم سموئیل Chapter 16
- دوهم پادشاهان Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 8
- اول سموئیل Chapter 28
- ایوب Chapter 39