استر Chapter 4

For English

Read استر Chapter 4 Online

Read استر Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

استر 4

فصل 4

1. کله چې مردخای د هغو ټولو کارونو څخه چې شوي وو خبر شو، هغه له خفګانه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او ایرې یې په سر باندې واچولې. بیا هغه ښار ته ووت او په لوړ اواز یې سخت ژړل.

2. هغه د ماڼۍ تر دروازې پورې ورسېده. خو دننه لاړ نه شو، ځکه هېچا ته اجازه نه وه چې د ویر د کالیو سره ماڼۍ ته ننوځي.

3. هر ولایت ته چې به د پاچا فرمان او حکم رسېده هلته به د یهودیانو په منځ کې لوی ویر ؤ، هغوی به روژه نیوله، ژړا او ویر به یې کاوه. ډېر به د ویر په کالیو کې په ایرو باندې ناست وو.

4. کله چې د استر وینځې او خصیان راغلل او د مردخای په هکله یې هغې ته خبر ورکړ، نو ملکه ډېره خفه شوه. هغه ته یې کالي ورولېږل چې د ویر د کالیو په ځای یې واغوندي، خو هغه ونه منل.

5. نو هغې هتاک چې د ماڼۍ د خصیانو څخه ؤ او د پاچا له خوا د هغې د خدمت دپاره ټاکل شوی ؤ، راوغوښت او ورته ویې ویل چې مردخای ته ورشي او دا معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي او ولې داسې کوي.

6. نو هتاک د ښار هغه چوک ته چې د ماڼۍ دروازې ته مخامخ ؤ مردخای ته ورغی.

7. مردخای هغه د هرڅه څخه چې ورسره شوي وو او د هغو پیسو د پوره اندازې نه یې هم خبر کړ چې هامان د یهودیانو د وژلو دپاره وعده کړې وه چې په شاهي خزانه کې به یې اچوي.

8. همدارنګه مردخای د هغه فرمان د متن یو نقل چې د هغوی د وژلو دپاره په شوش کې جاري شوی ؤ، هم هغه ته ورکړ چې استر ته یې وښایي او هغه خبره کړي. هغه ته یې وویل چې استر وهڅوي چې د پاچا حضور ته ورشي او د خپل قوم دپاره د هغه څخه رحم وغواړي.

9. هتاک بېرته لاړ او د مردخای خبره یې استر ته ورسوله.

10. استر دغه پیغام ورکړ چې بېرته یې مردخای ته یوسي:

11. «د پاچا ټول درباریان او د شاهي ولایتونو خلک پوهیږي چې د هرچا دپاره، که ښځه وي یا نر چې پرته د پاچا د بلنې دننه د پاچا دربار ته ورشي، یو حکم دا دی چې هغه به ووژل شي. خو یوازې دا چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د هغه خواته وراوږده کړي او د هغه ژوند وژغوري. خو دېرش ورځې کیږي چې پاچا زه غوښتلې نه یم.»

12. کله چې مردخای د استر پیغام تر لاسه کړ،

13. هغه بېرته دغه ځواب واستاوه: «فکر مه کوه چې ته د پاچا په ماڼۍ کې یې، نو د ټولو یهودیانو د جملې څخه به یوازې ته خلاصون ومومې.

14. که چېرې ته په دې وخت کې غلې پاتې شې، نو د یهودیانو دپاره به د بل ځای څخه مرسته او خلاصون راپیدا شي. خو ته او ستا د پلار کورنۍ به ووژل شئ. څوک څه پوهیږي، کېدای شي چې ته د همداسې وخت دپاره ملکه شوې یې!»

15. نو استر مردخای ته دا ځواب واستاوه:

16. «لاړ شه او ټول یهودیان په شوش کې سره راغونډ کړه، ټول دې زما دپاره روژه ونیسي. درې شپې او درې ورځې مه څه خورئ او مه څه څښئ. زه او زما وینځې به هم ستاسو په شان روژه ونیسو. له هغې وروسته به زه پاچا ته ورشم که څه هم دا د قانون څخه سرغړونه ده. که چېرې زه د دې کار په خاطر مړه کېږم نو مړه دې شم.»

17. نو مردخای لاړ او هرڅه چې استر ورته امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.

About استر Chapter 4

Read استر Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: استر
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading استر Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is استر Chapter 4?

استر Chapter 4 is part of the Book of استر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete استر Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اَستر

  1. استر Chapter 7
  2. استر Chapter 3
  3. استر Chapter 6
  4. استر Chapter 9
  5. استر Chapter 8
  6. استر Chapter 1
  7. استر Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. نحمیا Chapter 2
  2. تثنیه Chapter 26
  3. لاویان Chapter 22
  4. لاویان Chapter 23
  5. متلونه Chapter 15
  6. حزقیال Chapter 3
  7. یونس Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 9
  2. دوهم تواریخ Chapter 32
  3. دانیال Chapter 10
  4. اول تواریخ Chapter 25
  5. پیدایښت Chapter 32
  6. ارمیا Chapter 20
  7. دوهم تواریخ Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *