دانیال Chapter 10

For English

Read دانیال Chapter 10 Online

Read دانیال Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دانیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دانیال 10

فصل 10

1. د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم.

2. کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو.

3. ما نۀ ښۀ خوراک کړے وو،نۀ مې غوښه او نۀ مې مے خپلو شونډو ته نزدې کړى وُو، او ما د درېو هفتو د تېرېدو پورې د سر تېل هم استعمال کړى نۀ وو.

4. د وړومبۍ مياشتې په څليريشتمه ورځ، کله چې زۀ د دجله د لوئ سيند په غاړه ولاړ وم،

5. هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو.

6. د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.

7. صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.

8. نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بې‌دمه شوم.

9. نو بيا ما واورېدل چې هغۀ خبرې کولې، او څنګه چې ما هغۀ ته غوږ ونيولو، زۀ بې‌هوشه شوم، په زمکه پړمخې پرېوتلم.

10. بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم.

11. هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم.

12. بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.

13. خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.

14. زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“

15. کله چې هغۀ ما ته دا خبرې کولې نو ما لاندې زمکې ته کتل او ګونګا شوے وم.

16. نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے.

17. زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“

18. نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو.

19. هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“

20. نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى،

21. خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.

About دانیال Chapter 10

Read دانیال Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دانیال
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دانیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دانیال Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دانیال Chapter 10?

دانیال Chapter 10 is part of the Book of دانیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دانیال Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دانیال

  1. دانیال Chapter 11
  2. دانیال Chapter 8
  3. دانیال Chapter 3
  4. دانیال Chapter 1
  5. دانیال Chapter 5
  6. دانیال Chapter 9
  7. دانیال Chapter 6

Explore More from زوړ عهد

  1. عبدي Chapter 1
  2. یشوع Chapter 15
  3. حزقیال Chapter 41
  4. اشعیا Chapter 51
  5. دوهم پادشاهان Chapter 14
  6. زبور Chapter 36
  7. خروج Chapter 34

Related Chapters & Readings

  1. تثنیه Chapter 29
  2. اعمال رسولان Chapter 18
  3. اشعیا Chapter 60
  4. اشعیا Chapter 7
  5. دوهم سموئیل Chapter 21
  6. اول سموئیل Chapter 3
  7. دوهم تواریخ Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *