دانیال Chapter 8

For English

Read دانیال Chapter 8 Online

Read دانیال Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دانیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دانیال 8

فصل 8

1. د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه.

2. په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.

3. ما وکتل چې هلته زما د وړاندې يو د دوو ښکرو والا ګډ د نِهر په غاړه ولاړ وو، او ښکرونه يې اوږدۀ وُو. او يو ښکر يې د بل نه اوږد وو خو دا وروستو لوئ شوے وو.

4. نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو.

5. کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو.

6. هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو.

7. ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو.

8. چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.

9. په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو.

10. دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.

11. هغۀ خپل ځان د آسمانى لښکرو د شهزاده په شان دومره اوچت وګڼلو، او هغۀ ته د روزانه قربانۍ پېش کول يې ختم کړل او د مالِک خُدائ کور يې پليت کړو.

12. ځکه د سرکشۍ په وجه، آسمانى لښکرې او روزمره قربانى د ښکر قدرت ته ورکړے شُو. او هغه د هر کار په کولو کښې کامياب شو او حقيقت زمکې ته وغورزولے شو.

13. نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“

14. بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“

15. کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو.

16. او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“

17. کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“

18. کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بې‌هوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.

19. بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.

20. کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى.

21. دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے.

22. هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى.

23. د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى.

24. هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. ‏

25. د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.

26. د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“

27. زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.

About دانیال Chapter 8

Read دانیال Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دانیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دانیال
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دانیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دانیال Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دانیال Chapter 8?

دانیال Chapter 8 is part of the Book of دانیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دانیال Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دانیال

  1. دانیال Chapter 10
  2. دانیال Chapter 11
  3. دانیال Chapter 3
  4. دانیال Chapter 1
  5. دانیال Chapter 5
  6. دانیال Chapter 9
  7. دانیال Chapter 6

Explore More from زوړ عهد

  1. خروج Chapter 28
  2. زبور Chapter 4
  3. اشعیا Chapter 53
  4. اشعیا Chapter 63
  5. حزقیال Chapter 44
  6. حزقیال Chapter 38
  7. غزل غزلونه Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 6
  2. اول تواریخ Chapter 27
  3. متی Chapter 25
  4. پیدایښت Chapter 34
  5. یشوع Chapter 5
  6. ایوب Chapter 41
  7. اول تیموتاوس Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *