اول پادشاهان Chapter 14

For English

Read اول پادشاهان Chapter 14 Online

Read اول پادشاهان Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پادشاهان 14

فصل 14

1. ه هغه وخت کې د یروبعام پادشاه زوی ابیاه ناروغ شو.

2. یروبعام خپلې ښځې ته وویل: <خپله څېره بدله کړه ترڅو هیڅوک تا ونه پېژني چې زما ښځه یې او اخیا نبي ته چې په شیلوه کې اوسیږي ورشه. دا هماغه سړی دی چې ماته یې ویلي وو چې ته به په دې قوم باندې پادشاه شې.

3. لس ډوډۍ، یو څه کیکونه او یو منګوټی شات هغه ته یوسه. هغه به تاته ووایي چې زمونږ په زوی باندې به څه پېښیږي.>

4. نو هغه په شیلوه کې د اخیا کور ته لاړه. د ډېر عمر په وجه اخیا ړوند شوی ؤ.

5. څښتن اخیا ته ویلي وو: <د یروبعام ښځه راځي، هغه به د خپل زوی په هکله چې ناروغه دی ستا څخه پوښتنه وکړي.> همدارنګه څښتن اخیا ته ویلي وو چې هغې ته څه ووایي. څښتن زیاته کړه: <کله چې هغه ښځه راورسیږي، نو هغه به خپل ځان داسې وښایي چې ګوندې بل څوک ده.>

6. نو کله چې اخیا د کور په دروازه کې د هغې د پښو د قدمونو اواز واورېد، هغه وویل: <ای د یروبعام ښځې، راننوزه. ولې ته ځان داسې ښکاره کوې چې بل څوک یې؟ ستا دپاره یو بد خبر لرم.

7. لاړه شه او یروبعام ته ووایه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د خلکو له منځ څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې.

8. د داود د کورنۍ څخه مې پادشاهي واخیستله او تاته مې درکړه. مګر ته زما د خدمتګار داود په شان نه وې، هغه ماته پوره وفادار ؤ، زما د حکمونو څخه یې اطاعت کاوه او یوازې هغه کارونه یې کول چې زما په نظر کې صحیح وو.

9. تا د هغو ټولو پادشاهانو په پرتله چې ستا څخه مخکې وو ډېر ناوړه کارونه وکړل. د خپل ځان دپاره دې نور خدایان یعنې فلزي بتان جوړ کړل. زما قهر دې راوپاراوه او ماته دې شا کړه.

10. له دې کبله به ستا په شاهي کورنۍ باندې بدبختي راولم. زه به ستا ټوله نارینه اولاده که هغه غلامان وي یا ازاد، یو شان ووژنم. زه به ستا کورنۍ وسوزوم لکه څنګه چې څوک خوشایي سوزوي، ترڅو ټول له منځه لاړ شي.

11. ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په سارا کې مړ شي مرغان به یې وخوري، زه چې څښتن یم دا خبره کوم.>

12. وروسته بیا هغه زیاته کړه: <اوس بېرته کور ته لاړه شه، کله چې ته خپله پښه په خپل ښار کې کېږدې ستا زوی به مړ شي.

13. د اسراییلو ټول قوم به د هغه دپاره ویر وکړي او هغه به ښخ کړي. هغه به د یروبعام د کورنۍ یوازینی غړی وي چې ښخ به شي. ځکه چې هغه د یروبعام په کورنۍ کې هغه څوک دی چې د اسراییلو څښتن خدای په هغه کې یو څه ښه والی ویني.

14. څښتن به د خپل ځان دپاره په اسراییلو باندې داسې یو پادشاه وټاکي چې هغه به د یروبعام کورنۍ له منځه یوسي، حتیٰ همدا اوس.

15. څښتن به اسراییلو ته سزا ورکړي او هغوی به داسې ورپیږي لکه لوخه چې په اوبو کې رپیږي. هغه به د اسراییلو د قوم ریښه له دې ښې ځمکې څخه چې د هغوی نیکونو ته یې ورکړې وه له بېخه وباسي او هغوی به د فرات د سیند پورې خواته خپاره کړي، ځکه چې هغوی د اشیره د بتانو په جوړولو د هغه قهر راپارولی دی.

16. څښتن به د اسراییلو څخه ځکه لاس واخلي چې یروبعام ګناه کړې ده او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی دی.>

17. وروسته بیا د یروبعام ښځه ترزې ته ستنه شوه. څنګه چې هغې د کور په دروازې باندې پښه کېښوده، زوی یې مړ شو.

18. لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې ښخ کړ او ټولو اسراییلو د هغه دپاره ویر وکړ.

19. د یروبعام د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې یعنې د هغه جنګونه او دا چې هغه څنګه پادشاهي وکړه، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

20. هغه دوه ویشت کاله پادشاهي وکړه او وروسته مړ او ښخ شو. د هغه زوی ناداب د هغه په ځای پادشاه شو.

21. د سلیمان زوی رحبعام یوڅلوېښت کلن ؤ چې د یهودا پادشاه شو او هغه اوولس کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.

22. د یهودا خلکو داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ډېر خراب وو او د خپلو نیکونو په پرتله یې ډېر ګناهونه وکړل چې د څښتن غیرت راوپاروي.

23. همدارنګه هغوی د خپلو ځانونو دپاره د بتانو عبادت ځایونه جوړ کړل او په غونډیو باندې او د سیوري لرونکو ونو لاندې یې د عبادت دپاره د تیږو ستنې او د اشیره بتان کېښودل.

24. ترټولو ډېره بده خبره دا وه چې د عبادت په ځایونو کې لواطت کاران او فاحشې وې. د یهودا خلکو هغه ټول شرمناکه کارونه وکړل چې هغو قومونو به کول چې څښتن د اسراییلیانو د وړاندې تګ په وخت کې له هغې خاورې څخه وشړل.

25. د رحبعام د پادشاهۍ په پنځم کال د مصر پادشاه شیشق په اورشلیم باندې حمله وکړه.

26. هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یوړې. پرته له دې هغه ټول سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یوړل.

27. نو رحبعام پادشاه د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله.

28. هرکله به چې پادشاه د څښتن کور ته ورته، نو د ساتونکو ګارډ به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو خونې ته راوړل.

29. د رحبعام د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

30. په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه.

31. رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. (د هغه د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.) د رحبعام زوی ابیاه د هغه په ځای پادشاه شو.

About اول پادشاهان Chapter 14

Read اول پادشاهان Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 14?

اول پادشاهان Chapter 14 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. اول پادشاهان Chapter 7
  6. اول پادشاهان Chapter 22
  7. اول پادشاهان Chapter 20

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 56
  2. پیدایښت Chapter 47
  3. زبور Chapter 46
  4. خروج Chapter 16
  5. اول سموئیل Chapter 11
  6. شمېر Chapter 19
  7. واعظ Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 7
  2. خروج Chapter 30
  3. زکریا Chapter 10
  4. لوقا Chapter 22
  5. پیدایښت Chapter 28
  6. زبور Chapter 44
  7. یوحنا Chapter 19
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *