اعمال رسولان Chapter 24

For English

Read اعمال رسولان Chapter 24 Online

Read اعمال رسولان Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 24

فصل 24

1. پنځه ورځې وروسته لوی کاهن حنانیا د څو تنو مشرانو او د ترتولوس په نوم د یو وکیل سره قیصریې ته راورسېدل او د پولوس په ضد یې خپله دعوه والي ته وړاندې کړه.

2. کله چې پولوس راوغوښتل شو، نو ترتولوس خپله دعوه داسې پیل کړه: «ښاغلیه، ستاسو د ښه مشرتوب له امله مونږ د دوامدارې سولې څخه برخمن شولو او زمونږ د وطن د ښېګڼې دپاره ډېر ضروري اصلاحات روان دي.

3. مونږ په هرځای کې او په هر وخت کې ستاسو د دې کارونو دپاره د زړه له کومي ډېره مننه کوو.

4. زه نه غواړم چې ستاسو ډېر وخت ونیسم، نو ستاسو څخه غوښتنه کوم چې د مهربانۍ له مخې زمونږ څو خبرو ته غوږ ونیسئ.

5. مونږ ته معلومه شوې ده چې دا یو مصیبت جوړوونکی سړی دی او په ټوله نړۍ کې د یهودیانو په منځ کې شور او غوغا راپیدا کوي او د ناصریانو د مذهبي ډلې مشر دی.

6. همدارنګه هغه کوښښ کاوه چې د خدای د کور بې عزتي وکړي، خو مونږ هغه ونیوه. [مونږ غوښتل چې د خپل شریعت له مخې هغه محاکمه کړو.

7. خو لیسیاس قوماندان راغی او په زوره یې هغه زمونږ نه خلاص کړ

8. او د هغه مدعیانو ته یې امر وکړ چې ستاسو حضور ته راشي.] که تاسو خپله د پولوس څخه پوښتنه وکړئ نو پوه به شئ چې زمونږ دعوه رښتیا ده.»

9. بیا نورو حاضرو یهودیانو هم په پولوس باندې همدا تورونه ولګول او ویې ویل چې د ترتولوس ټولې خبرې رښتیا دي.

10. والي پولوس ته اشاره وکړه چې خبرې وکړي او پولوس وویل: «زه خبر یم چې ډېر کلونه کیږي تاسو د دې قوم قاضي یئ، نو زه په خوشحالۍ سره ستاسو په مخکې د خپل ځان څخه دفاع کوم.

11. تاسو ته به خپله معلومه شي چې د دولسو ورځو څخه زیات وخت نه کیږي چې زه اورشلیم ته د عبادت کولو دپاره تللی وم.

12. هېچا زه نه یم لیدلی چې د خدای په کور کې مې د چا سره بحث کړی وي یا مې په کنیسې یا مې د ښار په کوم بل ځای کې خلک راپارولي وي.

13. کوم تورونه چې هغوی په ما لګولي دي د هغو په هکله تاسو ته کوم ثبوت نه شي وړاندې کولای.

14. خو زه ستاسو په حضور کې اقرار کوم چې زه د خپلو نیکونو د خدای په عبادت کولو کې د څښتن عیسی د لارې څخه پیروي کوم چې هغوی یې غلطه بولي. زه په هغو ټولو شیانو چې د موسی په شریعت او د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي، عقیده لرم.

15. زه خدای ته همداسې هیله لرم چې دوی یې لري او هغه دا چې نېک او بد خلک به دواړه د قیامت په ورځ له مړو نه راژوندي کیږي.

16. نو زه تل کوښښ کوم چې د خدای او انسانانو په حضور کې پاک وجدان ولرم.

17. وروسته له څو کلونو زه اورشلیم ته راغلم چې خپل قوم ته خیرات یوسم او قرباني وکړم.

18. زه د خدای په کور کې د پاکوالي د مراسمو د سرته رسولو څخه وروسته هغوی ولیدم. هلته نه د خلکو ګڼه ګوڼه او نه کومه شور او غوغا وه.

19. خو د اسیا د ولایت ځینې یهودیان چې هلته موجود وو، باید په خپله دلته حاضر شي او که زما په خلاف کوم څه لري، نو خپل تورونه دې وړاندې کړي.

20. یا پرېږدئ چې په خپله دا خلک ووایي کله چې زه د شورا په مخکې ولاړ وم په ما کې کوم جرم پیدا کړی وي،

21. بې له یو شي چې کله زه د هغوی په مخکې ولاړ وم او په لوړ اواز مې وویل: ‹زه نن له دې امله محاکمه کېږم چې په دې عقیده یم چې مړي به بیا راژوندي کیږي.›»

22. خو فیلیکس چې د څښتن عیسی د لارې نه ښه خبر ؤ، نو محاکمه یې وځنډوله او ویې ویل: «کله چې لیسیاس قوماندان راورسېده، نو بیا به زه ستاسو د دعوې په هکله خپله پرېکړه وکړم.»

23. هغه یو منصبدار ته امر وکړ چې پولوس تر نظارت لاندې ونیسي او هغه ته لږ څه ازادي ورکړي او د هغه ملګرو ته چې د هغه د اړتیاوو د پوره کولو دپاره ځي او راځي، اجازه ورکړي.

24. څو ورځې وروسته فیلیکس د خپلې ښځې دروسیلې سره چې یهودۍ وه، راغی. هغه پولوس راوغوښت او د هغه خبرې یې چې په عیسی مسیح باندې د ایمان راوړلو په هکله کولې، واورېدلې.

25. خو کله چې پولوس د عدالت، په خپل نفس باندې د واک لرلو او د قیامت د ورځې په هکله خبرې کولې، نو فیلیکس ووېرېده او ویې ویل: «د اوس دپاره همدومره بس دی. کله چې یو مناسب وخت پیدا شو بیا به دې راوغواړم.»

26. په همدې وخت کې هغه په دې هیله ؤ چې پولوس به ورته رشوت ورکړي او له همدې امله به یې هغه هر وخت راغوښته او خبرې به یې ورسره کولې.

27. کله چې دوه کاله تېر شول، نو پورکیوس فستوس د فیلیکس په ځای والي وټاکل شو. فیلیکس د یهودیانو د خوشحالولو دپاره پولوس په زندان کې پرېښود.

About اعمال رسولان Chapter 24

Read اعمال رسولان Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 24
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 24?

اعمال رسولان Chapter 24 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 5
  4. اعمال رسولان Chapter 13
  5. اعمال رسولان Chapter 9
  6. اعمال رسولان Chapter 3
  7. اعمال رسولان Chapter 26

Explore More from نوی عهد

  1. غلاطیانو ته Chapter 3
  2. یوحنا Chapter 8
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 6
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 2
  6. دوهم پطروس Chapter 2
  7. دوهم تیموتاوس Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. کولسیانو ته Chapter 1
  2. دوهم یوحنا Chapter 1
  3. اشعیا Chapter 4
  4. اول سموئیل Chapter 31
  5. اول سموئیل Chapter 17
  6. دوهم پطروس Chapter 1
  7. خروج Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *