یونس Chapter 1

For English

Read یونس Chapter 1 Online

Read یونس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یونس in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یونس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

یونس 1

فصل 1

1. د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،

2. ”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“

3. خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.

4. خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.

5. د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.

6. د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“

7. د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.

8. نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې څوک د دې ذمه وار دے چې مونږ ټولو ته يې دا مصيبت جوړ کړو؟ تۀ څۀ کار کوې؟ تۀ د چرته نه راغلے يې؟ تۀ د کوم مُلک يې؟ تۀ د کوم قوم يې؟“

9. هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“

10. يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“

11. د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“

12. ”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“

13. باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو.

14. نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بې‌ګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“

15. نو بيا هغوئ يُونس اوچت کړو او سمندر ته يې وغورزولو، او طوفان سمدستى قلار شو.

16. په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې.

17. خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.

About یونس Chapter 1

Read یونس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یونس in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: یونس
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یونس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading یونس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is یونس Chapter 1?

یونس Chapter 1 is part of the Book of یونس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete یونس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from یونس

  1. یونس Chapter 2
  2. یونس Chapter 3
  3. یونس Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. اعمال رسولان Chapter 4
  2. خروج Chapter 7
  3. خروج Chapter 13
  4. ایوب Chapter 26
  5. حزقیال Chapter 42
  6. اول سموئیل Chapter 3
  7. زبور Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *