صفنیا Chapter 1

For English

Read صفنیا Chapter 1 Online

Read صفنیا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of صفنیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of صفنیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

صفنیا 1

فصل 1

1. د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.د راتلونکې تباهۍ خبردارے

2. ”زۀ به د زمکې د مخ نه هر يو څيز ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

3. ”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

4. ”زۀ به خپل لاس د يهوداه او د هغوئ ټولو خلاف وراوږد کړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. زۀ به د دې ځائ نه د بعل د عبادت يادونه، د بُت پرستانو نومونه او بُت پرسته اِمامان ختم کړم،

5. هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى.

6. او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.

7. د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.

8. د مالِک خُدائ د قربانۍ په ورځ به زۀ شهزادګانو او د بادشاه زامنو له سزا ورکړم او هر هغه چا له چې د غېر قومونو جامې اچوى.

9. په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.

10. په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.

11. د غم فرياد وکړئ، تاسو ټول چې په نوې ښار کښې اوسېږئ، ستاسو ټول سوداګر به جارُو شى، هغه ټول چې د سپينو زرو روزګار کوى هغه به تباه شى.

12. زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.

13. د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى.

14. د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.

15. هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى.

16. د بيګل غږولو او د جنګى نعرو ورځ چې د مضبوطو ښارونو خلاف او د لوړو برجونو خلاف به وى.

17. زۀ به په خلقو داسې مصيبتونه راولم چې هغوئ به د ړندو په شان ګرځى. ځکه چې هغوئ زما خلاف ګناه کړې ده. د هغوئ وينه به د خاورو په شان تويه شى او د هغوئ لاشونه به سخا شى.

18. د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“

About صفنیا Chapter 1

Read صفنیا Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of صفنیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: صفنیا
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading صفنیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading صفنیا Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is صفنیا Chapter 1?

صفنیا Chapter 1 is part of the Book of صفنیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete صفنیا Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from صفنیا

  1. صفنیا Chapter 3
  2. صفنیا Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. افسیانو ته Chapter 5
  2. استر Chapter 8
  3. مرقس Chapter 10
  4. دوهم پادشاهان Chapter 13
  5. پیدایښت Chapter 40
  6. اول سموئیل Chapter 18
  7. عزرا Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *