Read صفنیا Chapter 2 Online
Read صفنیا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of صفنیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of صفنیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
صفنیا 2
فصل 2
1. اے بېشرمه قومه، يو ځائ راغونډ شئ، يو ځائ شئ،
2. د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى.
3. مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.د بنى اِسرائيلو د دشمنانو خلاف قضاوت
4. غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى.
5. په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى.
6. د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى.
7. دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى.
8. ”ما د موآب بېعزتى او د عمونيانو پيغورونه واورېدل، چا چې زما د خلقو بېعزتۍ وکړې او د هغوئ د مُلک خلاف يې دهمکيانې ورکړې.
9. نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“
10. دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بېعزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى.
11. مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.
12. ”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“
13. هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى.
14. څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.
15. دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.
About صفنیا Chapter 2
Read صفنیا Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of صفنیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: صفنیا
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading صفنیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading صفنیا Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is صفنیا Chapter 2?
صفنیا Chapter 2 is part of the Book of صفنیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete صفنیا Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9