Read دوهم تیموتاوس Chapter 3 Online
Read دوهم تیموتاوس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تیموتاوس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تیموتاوس 3
فصل 3
1. خو په دې پوه شه چې په اخرو ورځو کې به د سختیو وختونه راشي.
2. ځکه خلک به ځان خوښوونکي، پیسه دوسته، لافې وهونکي، مغرور، سپین سترګي، د مور او پلار نافرمانه، ناشکره، ناپاکه،
3. بې رحمه، سخت زړه لرونکي، غیبت کوونکي، خپل سري، وحشي، د نېکۍ دښمنان،
4. خاین، بې پروا، مغرور او د خدای د پېژندلو نه زیات د عیاشۍ خوښوونکي وي.
5. هغوی به په ښکاره ځانونه دینداره ښایي، خو د خدای د قدرت نه به منکر وي. د داسې خلکو څخه ځان ساته
6. په دوی کې داسې خلک دي چې کورونو ته ورننوځي او هغه کم عقلې او ساده ښځې د خپل تاثیر لاندې راولي چې په ګناهونو کې ډوبې وي او د هر ډول نفساني غوښتنو تر اغیزې لاندې راغلې وي.
7. دا ښځې تل غواړي چې کوم څه زده کړي، خو هېڅکله نه شي کولای چې د حقیقت پېژندنې ته ورسیږي.
8. لکه څنګه چې ینیس او یمبریس د موسی سره مخالفت کړی ؤ، نو دا خلک هم د حقیقت سره مخالفت کوي. د هغوی خیالونه فاسد او ایمان یې رښتینی نه دی.
9. خو هغوی به ډېر پرمختګ ونه کړي، ځکه چې د هغوی کم عقلتوب به ټولو ته ښکاره شي، لکه څنګه چې د ینیس او یمبریس کم عقلتوب ښکاره شو.
10. خو ته زما د تعلیم او دا چې زه څنګه ژوند تېروم او په ژوند کې زما د مقصد او زما د ایمان، زما د صبر، زما د مینې او زما د زغم نه خبر یې.
11. همدارنګه ته خبر یې چې د پیسیدیې په انطاکیې، قونیې او لسترې ښارونو کې زه د کومو ځورونو او کړاوونو سره مخ شوم او هغه ځورونې مې وزغملې، خو بیاهم څښتن زه د هغو ټولو نه خلاص کړم.
12. په حقیقت کې هرڅوک چې غواړي په عیسی مسیح کې په دیندارۍ سره ژوند وکړي، نو هغوی به ځورول کیږي.
13. خو بد او چلبازه خلک به نور هم له بدو نه ډېر بد شي. هغوی به نور خلک غولوي او هم به په خپله غولیږي.
14. خو څه چې تا زده کړي دي او په هغو باندې ټینګ باور لرې، نو هغو ته وفادار پاتې شه. ځکه ته پوهېږې چې هغه شیان دې د چا نه زده کړي دي
15. او څنګه ته د ماشومتوب نه د خدای کلام سره اشنایي لرې چې تاته حکمت درکړي، ترڅو په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره خلاصون ومومې.
16. د کلام ټولې لیکنې د خدای له خوا الهام اخلي او د تعلیم ورکولو، د غلطیو د رټنې، اصلاح او د رښتیني ژوند په خاطر د روزنې دپاره ګټورې دي،
17. ترڅو د خدای خلک پوره وړتیا ولري او د هر نېک کار دپاره تیار اوسي.
About دوهم تیموتاوس Chapter 3
Read دوهم تیموتاوس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تیموتاوس
Chapter: 3
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تیموتاوس Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تیموتاوس Chapter 3?
دوهم تیموتاوس Chapter 3 is part of the Book of دوهم تیموتاوس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تیموتاوس Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم-تیموتاوس
Explore More from نوی عهد
- اول قرنتیانو ته Chapter 13
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- متی Chapter 27
- یوحنا Chapter 1
- غلاطیانو ته Chapter 4
- یوحنا Chapter 3
- اعمال رسولان Chapter 12