Read یوئیل Chapter 1 Online
Read یوئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یوئیل 1
فصل 1
1. د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.د مُلخانو حمله
2. اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟
3. دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.
4. د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.
5. اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.
6. د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى.
7. هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى.
8. لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى.
9. د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.
10. پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.
11. اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى.
12. د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده.
13. اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربانګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.
14. د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.
15. افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
16. زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه.
17. تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.
18. څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.
19. اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.
20. تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.
About یوئیل Chapter 1
Read یوئیل Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یوئیل
Chapter: 1
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یوئیل Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یوئیل Chapter 1?
یوئیل Chapter 1 is part of the Book of یوئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یوئیل Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21