غلاطیانو ته Chapter 2

For English

Read غلاطیانو ته Chapter 2 Online

Read غلاطیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of غلاطیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

غلاطیانو ته 2

فصل 2

1. څوارلس کاله وروسته یوځل بیا د برنابا سره اورشلیم ته لاړم او تیتوس مې هم د ځان سره بوته.

2. زه د خدای د الهام له مخې هلته لاړم. هلته ما د کلیسا د هغو کسانو سره چې مشران ګڼل کېدل یوازې ولیدل او د هغوی سره مې د هغه زېري پیغام شریک کړ چې غیریهودیانو ته به مې ورکاوه. ما غوښتل په دې ډاډه شم چې کوم کار چې مې مخکې کړی ؤ او یا یې اوس کوم، هغه ګټه نه لري.

3. خو سره له دې چې زما ملګری تیتوس یوناني هم ؤ، خو هغه یې مجبوره نه کړ چې سنت شي.

4. که څه هم ځینې خلکو چې خپل ځانونه یې ایمانداران ښودل، په پټه زمونږ په ډله کې راننوتلي وو چې جاسوسي وکړي، غوښتل چې دا کار وکړي او هغه ازادي چې مونږ په عیسی مسیح کې لرو، هغه له منځه یوسي. هغوی غوښتل چې مونږ غلامان کړي او دې ته مو مجبور کړي چې د هغوی د یهودیت د قوانینو پیروي وکړو.

5. خو مونږ یوه شېبه هم هغوی ته موقعه ورنه کړه چې د هغوی تعلیم ته غاړه کېږدو، ځکه چې مونږ غوښتل د زېري رښتینولي د تل دپاره په تاسو کې خوندي پاتې شي.

6. او کوم خلک چې مشران ګڼل کېدل، زما د زېري په پیغام کې هېڅ شی زیات نه کړل. خو زما دپاره فرق نه کوي که هغوی هر څنګه وو، ځکه چې خدای د هېچا د ظاهري شکل په هکله قضاوت نه کوي.

7. د دې په ځای، هغوی ولیدل چې خدای ماته دا وظیفه سپارلې ده چې ناسنت شویو غیریهودیانو ته زېری ورسوم، لکه څنګه چې پطروس ته یې د سنت شویو یهودیانو ته د زېري رسولو وظیفه سپارل شوې وه.

8. ځکه هماغه خدای چې پطروس ته یې قدرت ورکړ چې د یهودیانو رسول اوسي، ماته یې هم قدرت راکړ چې د غیریهودیانو رسول اوسم.

9. کله چې یعقوب، پطروس او یوحنا چې د کلیسا مشران ګڼل کېدل، د خدای هغه فضل ولید چې ماته راکړل شوی ؤ، نو هغوی برنابا او ماته د ملګرتیا لاس راکړ. په دې سره جوړ راغلو چې مونږ به په غیریهودیانو کې او هغوی به د یهودیانو په منځ کې کار کوي.

10. د هغوی یوازېنۍ غوښتنه دا وه چې باید د غریبانو په فکر کې اوسو، دا هغه څه وو چې ما په شوق سره غوښتل ویې کړم.

11. خو کله چې پطروس انطاکیې ته راغی نو ما مخامخ د هغه مخالفت وکړ، ځکه کوم کار چې هغه کړی ؤ، غلط ؤ.

12. ځکه مخکې له دې نه ځینې کسان چې د یعقوب له خوا رالېږل شوي وو هلته راورسیږي، پطروس د غیریهودیانو ایماندارانو سره په یو دسترخوان باندې کښېناستل، خو د هغوی په رسېدلو سره هغه نور د غیریهودیانو سره خوړل څښل پرېښودل. پطروس خپل ځان له هغوی څخه جدا کړ، ځکه هغه د هغو خلکو څخه وېرېده چې د غیریهودیانو سنتول یې غوښتل.

13. نور یهودي ایمانداران په دې ریاکارۍ کې د پطروس سره یوځای شول، تر دې پورې چې برنابا هم د هغوی د ریاکارۍ له امله بې لارې شو.

14. کله چې ما ولیدل د هغوی چلند او سلوک د زېري د حقیقت سره سم نه دی، نو د ټولو په مخکې مې پطروس ته وویل: «سره له دې چې ته یهودي یې خو د غیریهودیانو په شان ژوند تېروې، نه د یهودیانو په شان، نو بیا څنګه کولای شې چې غیریهودیان دې ته مجبور کړې چې د یهودیانو په شان ژوند وکړي؟»

15. مونږ د اصل نه یهودیان یو، خو د ګناهکارو غیریهودیانو په شان نه یو.

16. خو مونږ پوهېږو چې هېڅوک د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک نه، بلکې په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک ګڼل کیږي. مونږ خپله هم په عیسی مسیح باندې ایمان راوړ، ترڅو په مسیح باندې په ایمان راوړلو سره نېک وګڼل شو، نه د شریعت په سرته رسولو سره. ځکه چې هېڅوک نه شي کولای د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره نېک وګڼل شي.

17. که چېرې مونږ هڅه کوو چې په مسیح باندې د ایمان راوړلو په وسیله نېک وګڼل شو، خو په دې ګناهکاران ګڼل کېږو چې شریعت مو پریښی دی، نو ایا د دې معنی دا شوه چې مسیح زمونږ د ګناه سبب شو؟ هېڅکله نه.

18. که چېرې زه هغه شریعت بیا جوړوم چې خپله مې خراب کړی دی، نو زه به خپل ځان د شریعت ماتوونکی وښایم.

19. ځکه کله چې ما په شریعت باندې د عمل کولو کوښښ کاوه، زه یې محکوم کړم، نو د شریعت له مخې مړ شوم. نو ما د هغه د ټولو شرایطو پوره کول پرېښودل، ترڅو د خدای د ارادې سره سم ژوند وکړم.

20. زه د مسیح سره په صلیب شوم، نو زه نور ژوندی نه یم، بلکې مسیح په ما کې اوسیږي. اوس چې زه کوم ژوند تېروم، هغه د خدای په زوی باندې د ایمان لرلو په وسیله دی چې زما سره یې مینه وکړه او خپل ژوند یې زما دپاره له لاسه ورکړ.

21. زه د خدای فضل بې ګټې نه ګڼم، ځکه که چېرې عدالت په شریعت باندې د عمل کولو له لارې حاصلېدلای شوای، نو بیا اړتیا نه وه چې مسیح دې مړ شي.

About غلاطیانو ته Chapter 2

Read غلاطیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: غلاطیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading غلاطیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading غلاطیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is غلاطیانو ته Chapter 2?

غلاطیانو ته Chapter 2 is part of the Book of غلاطیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete غلاطیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from غلاطیانو-ته

  1. غلاطیانو ته Chapter 1
  2. غلاطیانو ته Chapter 3
  3. غلاطیانو ته Chapter 5
  4. غلاطیانو ته Chapter 6
  5. غلاطیانو ته Chapter 4

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 13
  2. متی Chapter 8
  3. لوقا Chapter 22
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 6
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 5
  6. افسیانو ته Chapter 4
  7. اول یوحنا Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. نحمیا Chapter 13
  2. متلونه Chapter 24
  3. رومیانو ته Chapter 4
  4. شمېر Chapter 24
  5. زبور Chapter 127
  6. تثنیه Chapter 31
  7. حزقیال Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *