مرثیې Chapter 5

For English

Read مرثیې Chapter 5 Online

Read مرثیې Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرثیې and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مرثیې 5

فصل 5

1. اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بې‌عزتى شوې ده.

2. زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.

3. مونږ يتيمان او بې‌پلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.

4. مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو.

5. هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.

6. مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.

7. زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو.

8. غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى.

9. مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.

10. زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.

11. په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.

12. دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده.

13. په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى.

14. مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو.

15. زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده.

16. زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.

17. ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.

18. دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى.

19. خو تۀ اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره حکومت کوې او ستا تخت په ټولو نسلونو کښې قائم پاتې کيږى.

20. تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟

21. اے مالِکه خُدايه مونږ ځان ته راوبله، مونږ بحال کړه او زمونږ حال د مخکښې په شان کړه.

22. ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟

About مرثیې Chapter 5

Read مرثیې Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مرثیې
Chapter: 5
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرثیې. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مرثیې Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مرثیې Chapter 5?

مرثیې Chapter 5 is part of the Book of مرثیې in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مرثیې Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from مرثیې

  1. مرثیې Chapter 4
  2. مرثیې Chapter 3
  3. مرثیې Chapter 2
  4. مرثیې Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 122
  2. اشعیا Chapter 31
  3. اشعیا Chapter 24
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  5. دوهم تواریخ Chapter 31
  6. زبور Chapter 99
  7. رومیانو ته Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *