مرثیې Chapter 3

For English

Read مرثیې Chapter 3 Online

Read مرثیې Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مرثیې and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مرثیې 3

فصل 3

1. زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى.

2. هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.

3. يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو.

4. هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل.

5. هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم.

6. هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم.

7. هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم.

8. تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.

9. هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى.

10. هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى.

11. هغۀ زۀ د لارې نه بې‌لارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بې‌ياره بې‌مددګاره پرېښودم.

12. هغۀ خپله لينده راښکله او د خپلو غشو دپاره يې نښه وګرځولم.

13. هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم.

14. زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى.

15. هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.

16. هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم.

17. زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى.

18. نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“

19. زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.

20. زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے.

21. خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم.

22. د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.

23. د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بې‌شانه لويه ده.

24. ”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“

25. مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.

26. دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.

27. د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،

28. چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى.

29. هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى.

30. ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بې‌عزتى قبوله کړى.

31. ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى.

32. دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.

33. هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى.

34. کله چې په مُلک کښې ټول قېديان د پښو لاندې چخڼى کړى،

35. او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى،

36. کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟

37. څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟

38. ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟

39. نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.

40. راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو.

41. راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،

42. ”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو.

43. تا خپلې د قهر جامې واغوستلې او مونږ پسې شوې او په بې‌رحمۍ سره دې مونږ مړۀ کړُو.

44. تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.

45. تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو.

46. زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې.

47. يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله.

48. زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.

49. زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه،

50. ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى.

51. چې کله زۀ په ښار کښې د ټولو ښځو حالت ګورم نو زما زړۀ غمژن شى.

52. هغوئ څوک چې هيڅ بې‌هيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم.

53. هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل.

54. اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.

55. اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه.

56. تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره.

57. تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه.

58. اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو.

59. اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه.

60. تا د هغوئ د انتقام ټول اور وليدو، د هغوئ ټولې منصوبې زما خلاف دى.

61. اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى.

62. زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى.

63. هغوئ ته وګوره، سحر نه تر ماښامه پورې، زۀ د هغوئ د پيغورونو په سندرو کښې نمونه يم.

64. اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.

65. هغوئ په زړونو غمژن کړه او ستا لعنت دې په هغوئ باندې وى.

66. هغوئ په خپله غصه کښې راونيسه، مالِکه خُدايه، د زمکې د مخ نه يې جارُو کړه.“

About مرثیې Chapter 3

Read مرثیې Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مرثیې in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مرثیې
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مرثیې. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مرثیې Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مرثیې Chapter 3?

مرثیې Chapter 3 is part of the Book of مرثیې in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مرثیې Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from مرثیې

  1. مرثیې Chapter 2
  2. مرثیې Chapter 4
  3. مرثیې Chapter 1
  4. مرثیې Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 52
  2. عزرا Chapter 9
  3. زبور Chapter 119
  4. استر Chapter 6
  5. شمېر Chapter 25
  6. دوهم پادشاهان Chapter 5
  7. ارمیا Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *